امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

    دا د سایټ ډېره مهمه برخه ده، مخکې له دې چې یوه طرحې یا نقشې باندې کار وکړو، د بېلګې په ډول محتوايي استراتژیي یا د بهرینیو لېنکونو ستراتژي.

    یا په بل عبارت په یو سایټ کې تر ټولو ساده مرحله د سئو تکنیکال دی چې موږ به یې په پوره ډول تر څېړنې لاندې ونیسو.

    د یو وېب سایټ په جوړولو کې لومړی کار د تکنیکال سئو فعالول دي، که چېرته ستاسې د سايټ تخنکي سئو کار ونه کړي نو تاس ېنه شئ کولی چې د پلټنې موترونو په واسطه شیان برسي کړئ.

    د تکنیکال سئو څه ته وايي؟

    کله مو چې ارزښتمنه محتوا د سایټ لپاره آمده کړه، نو تاسې باید ځان باوري کړئ چې دا محتوا تنها د کارکوونکو لپاره نه بلکې د پلټې موترونو لپاره هم ده. د تکنیکال سئو یا تخنیکي سئو د کارونو ټولګې ته وايي چې په اسانۍ سره د یوه سایټ روباتونه د پلټنې موترونه په حرکت راولي او د سایټ نور کارونه اسانه کړي. ځينې کارونه باید له سایټ څخه کم کړي، لکه: د کودونو ورکول، د سایټ نقشه او… . دا هغه کارونه دي چې باید په ورځ کې یو ځل څېړل شي او کم شي. لکه څنګه چې موږ مخکې وویل کورنۍ سئو هغه پروګرام دی چې د سایټ کارونه کموي، ماز یو غښتلی ابزار دی، چې د سایټونو په تحلیل او غښتلتیا کې ترې ګټه اخیستل کېږي، تاسې کولی شئ چې د دې پروګرام له لارې د خپل د سایټ کارونه کم کړئ.

    ولې د تکنیکال سئو ارزښت لري؟

    که څه هم ورځ تر بلې د پلټنې موترونه غښتلي کېږي، خو بیا هم د انسان په څېر غښتلی کیدلی نه شي چې ډېر درک ولري. که څه هم د درک عضله یې ضعیفه ده خو بیا هم که چېرې یوه غښتلې موضوع ورشي نو بیا ځان بې خبره ښيي، بهانه به یې دا وي چې زه هېڅ پوه شوی ینه یم . که چېرته مو یوه ښه موضوع تر څېړلنې لاندې ونیوله ښه مو وڅېړله؛ خو که مو فني او تخنیکي مسایل په پام کې ونه نیول نو نو په ګوګل کې به ښّ پایله په لاس رانه شي. باید په سئو کې موږ غښتلي پرګرامونه په تخنیکي ډول په کار واچوو.

    پر سئو باندې د HTMLتګونو اغېزه

    د سئو په پروګرام کې د اهمیت وړ څېړل د پاڼې، کړنلاره د پاڼې او کودونو لیکل دي.

    که ستاسې د سایټ ژبه هر ډول وي، نو تاسې د سایټ د مدیریت سیستم ټول د هټمل په ژبه باندې اوړي.  د هټمل کودونه تاسې ته اطلاعات، د محتوا درک او د پلټنې موترونه ښه کار کوي.

    تګ canonicalڅه ته وايي؟

    لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ په سایټ کې د تکراري شیانو خپرول سایټ ته ډېر تاوان رسوي، که چېرته په یوه سایټ کې د یوه پلورنځي اعلانونه خپرېږي، چې هلته شیان پلوري د هغو شیانو انځورونه او ډول ډول رنګونه خپروي، متن یې هم ورسه لیکلی وي، که همدغه شیانو انځورونه او رنګونه په بل سایټ کې خپاره کړي نو بدون له شکه چې ستاسې سایټ ته به ډېر زیان ورسوي.

    د تکراري متونو څخه د ځان ساتنې لپاره دا غوره ده چې تاسې له لاندې لېنک څخه ګټه پورته کړئ. په هیډ کې چې کوم کودونه راغلي نو دا د کنونیکال اصلي پاڼه ده.

    هدینګ تګونه څه شئ دي او ولې اهمیت لري؟

    هدینګ مخاطبینو او پلټونکو موترونه ته لار ښيي دا لار په یوه متن کې ورته ښيي ، په ټوله کې هدینګ د یو اېکس او پلټنې موترونو سره په کار کې مرسته کوي تر څو هغوی د محتوا څخه ډېر درک وکړي.

    هدینګ تګونه په ترتیب سره له H1څخه نیولي تر H6پورې ادامه لري. H1 باید یوار په پاڼه باندې د مقالې د سرلیک لپاره وکارول شي.د H2تګونه د فصلونو مشخصول کوي. له H3نه تر H6پورې تګونه د فرعي عنوانونو چکول او کتل کوي. له اېچ دو نه تر اېچ فایف پورې تګونه چې هر څومره ډېر وي نو په شمېر کې یې څه ستونزه نه شته دې، یو خبره ده چې باید له دې تګونو څخه په ترتیب ګټه واخلې که دې له اېچ تري تګ څخه ګټه اخیستله نو تا باید چې له اېچ ټو له تګ څخه ګټه اخیستې وي.

    پر سئو سایټ باندې د هدینګ تګونو اغېزه

    د څپرکو له سرلیکونو څخه ګټه اخیستنه د دې سبب ګرځي چې متن مو څوک ونه لولي.

    د مقالې سرلیک مو لولي نور سایټ ته نه داخلېږي. ډېری کارکوونکي چې یو سایټ ته ننووځي، نو لومړی مقدمه لولي بیا د مقالو ټولګې ته ورځي کله چې یې هلته مقالې وکتلې که یې د اړتیا وړ شیان په کې پیدا کړل پیدا کړل که یې پیدا نه کړل نو د ټولو مقالو سرلیکونه ګوري او له سایټ څخه ووځي. همداسې بل سایټ ته ننووځي او مقالې له نظره تېروي.

    باید په سایټ کې چې کومې مقالې نشر کېږي د هغوی عنوانونه جذاب او د محتوا نماینده ګي وکړي تر څو لوستونکی هغه تر پایه ولولي او د اړتای وړ شیان په کې پیدا کړي. دا کار د تکنیکال سئو لپاره ډېره ښه او اړین دی.

    د څپرکو د سرلیکونو څخه ګټه اخیستنه کې یو ټکي ته باید متوجې شو، چې د کارکوونکو رضایت لاس ته راوړو او په هیټل کې یو پلټونکی ریډر فعاله کړو تر څو په اسانۍ سره کارکوونکی متن وڅېړي او د اړتیا وړ شئ یې په کې پیدا کړي.

    متا تګ څه ته وايي او ولې په تکنیکال سئو کې د اهمیت وړ دی؟

    متا تګونه هغه ماشینونه دي، چې د هیډ دننه او هېټمل په فایل کې نصبېږي او دنده یې دا ده چې ستاسې د سایټ معلومات د پلټنې موترونو د څېړنې لپاره ورکړي. دا په بسته بندۍ او د کلیک په بیه کې ډېر ګټور دي.

    د متا تګونو شمېر ډېر دی، خو موږ یواځې هغه متا تګونه تر څېړنې لاندې نیسو چې سئو، پلټنې موترونو ته د اهمیت وړ وي. د بېلګې په ډول ځينې متا تګونه سایټ ته ورښيي چې کومه کلیدي کلمه وکاروي او ورښيي چې د سایټ کوم ځای ډېر مهم دی.

    د متا تګ سرلیک

    د متا تګ سرلیک تر ټولو غوره برخه د سئو ده چې کارکوونکی د پلټنې په پاڼه کې لومړی د ده سره مخامخ کېږي. د پاڼې سرلیک باید ستاینیز وي او کلیدي کلمې هم ولري.

    د متا تګ تشریح

    د متا تګ د تشریح برخه ډېره اړینه ده ځکه دا د پایلو پلټنو په وخت کې کارکوونکو ته ورښودل کېږي، که چېرته په دې برخه کې د کرکټرونو شمېر کوم وي نو په اسانۍ سره به د پاڼې محتوا وړاندې نه شي کړلی.

    له دې څخه ګټه اخیستنه ډېره مهمه او اړینه ده، دا برخه باید ډېره زړه راښکونکي وي تر څو کارکوونکي په دې کلېک وکړي او ستاسې سایټ ته داخل شي. باید په دې ځای کې هم له کلیدي کلمو څخه ګټه واخلئ.

    پر سئو باندې د سایټ د سرعت اغېزه

    موږ چې بل فاکتور د بحث لاندې نیسو هغه پر سئو باندې د سایټ د سرعت اغېزه ده، د سایټ سرعت یو فاکتور په ډول بسته بندي کېږي. که چېرته د یوه سایټ سرعت کم وي نو هغه سایټ ته کم کارکوونکي مراجعه کوي که چېرته د سایټ سرعت ډېر وي نو د پلټنې موترونه ډېر کار کوی او ډېر مراجعین به ولري.

    که هر څومره ډېر خزنده ستاسې سایټ وڅېړي نو هماغومره مو کارونه اسانه کېږي او ډېر زر به ستاسې سایټ اندکس شي.

    په سئو تکنیکال کې د سایټ سرعت زیاتول

    اوس د دې وخت راغلی چې موږ ځانونه پر دې پوه کړو چې څنګه د سایټ سرعت زیات کړو او کوم کارونه د سایټ د سرعت کمولو کېږي.د کومه لارو موږ د سایټ سرعت لوړ کړو؟ د مدیریت سیستم زیاتول د ورډ پرېس په محتوا کې بدلون راوستلی شي؟

    لومړی موږ باید د دې پوښتنې ځواب ووایو چې ایا موږ کولی شو د سایټ سرعت لوړ یا کم کړو، موږ باید د دې کار د معلومولو لپاره د انلاین ابزارونو څخه ګټه واخلو.

    دغه ابزارونه د سایټ ډېرې برخې د څېړنې او تحلیل لاندې نیسي؛لکه: اطلاعاتو ته لاس رسی، د پآڼې وزن، د خلاصولو وخت، سرور ته د غوښتنو شمېر او… .

    د سایټ د سرعت کمول

    د سایټGTMetrixد پلټنې په ځای کې خلاص کړئ، او په انلایز پروفیرمونس باندې کلیک وکړئ د سایټ پاڼه مو خلاصه کړئ او په انالییز آبشن باندې کلیک وکړئ او له دې وروسته د سایټ سرعت کمولی او زیاتولی شئ.

    • Test formatپه دې برخه کې موږ کولی شو خپل سایټ د څېړنې لاندې ونیسو.
    • Test URL in دلته کولی شو چې ځای تغسیر کړو.
    • Using دلته موږ کولی شو، چې کروم یا فایرفاکس تغیر کړو.
    • Withدلته موږ کولی شو چې د انټرنټ سرعت تنظیم کړو.
    • Optionsدلته موږ کوی شو چې د ویډیو برخه فعاله او غیر فعاله کړو، د سایټ بندول او د شیانو نشرول هم دلته کېږي.

    په انلایز باندې کلېک وکړئ او د سایت سرعت مو معلومېږي، یو لحظه انتظار وباسئ تر څو مرور ګر وګرځي او ستاسې سایټ اڼلوډ شي.

    که چ ېرته د راغلو درخواستونو شمېر کم وي نو په یوه دقیقه کې ستاسې سایټ برسي کېږي او تاسې ته یې پایله درښیي.

    لکه څنګه چې یې تاسې ونیئ، آنالېز په دوه برخو کې تشریح شوی: لومړی د کړنو امتیاز دویم د پاڼې برخې.

    د کړنې امتیاز

    • د پاڼې د سرعت امتیاز:دغه پارامتر د پاڼې ټول سرعت معلوموي، البته د هغه سایټ کې چې پته یې آنالېز ته ورکړی وي.دغه اتیاز د الګوریتمونو په واسطه څېړل کېږي. هر څه چې دې ته ۱۰۰متره نږدې شي هغه په شنه او چې ډېر نږدې وي نو په سره رنګ ښودل کېږي. دا په انګلسي تورو ښودل کېږي، له Aنه تر Fپورې تورو باندې ښودل کېږي او بسته بندي شوي دي. هره حرف ځانته معنا لري.
    • د Yslow scroes امتیاز: دغه امتیاز د آنالیز او الګوریتمونو په واسطه برابرېږي. د پېچ سپیډ سکور او یسلو سکور امتیازونه د محاسبې امتیازونه دي. یو سایټ باید دې دواړو ته لاس رسی ولري، ځکه دا او د وترفلې، تیمنګز او هستوري امتیازونه موږ ته اطلاعات تشریح کوي.

    د Pagespeed scoreټاکنه

    دا د انالیز پورې مربوط دی، هره سایټ چې د سرعت له لحاظه برسي شوی نو امتیاز یې دې برخې ته ورکړل شوی، ځکه دا د یوپروګرام تهداب، ډول او لومړیتوب څرګندوي.

    • خاکستري: دغه پارامتر ستاسې په سایټ کې رعایت شوی نه دی او امتیاز هم نه درکوي.
    • سور: دغه پارامتر په سایټ کې شته دې، خو آنالیز ته ډېره کمه هزینه ورکوي.
    • نارنجي: دغه پارامتر په سایت کې رعایت کړل شوی دی، خو په ښه توګه انتخاب شوی نه دی.
    • لږ شین: دا پارامتر رعایت شوی او قبول شوی هم دی، خو تاسې یې باید انتخاب کړئ.
    • تېز شین: دا پارامتر په پوره ډوله رعایت شوی.

    اړین پارامترونه موږ په لاندې ځای کې څېړلی:

    • Leverage browser cachingدغه برخه د فایلونو په کشکولو:لکه د انځورونو، لوګو او د هغه شیانو چې په زر تغیر کوي. ښه ونده لري. که چېرته موږ دغه کار په سایټ کې وکړ نو په همدغه ځای کې موږ ته راښي.
    • Optimize images دغه فایلونه د انځورونو په کارولو کې زموږ سره مرسته کوي، چې د انځور وزن او اوږد والی کمم لړو، تر هغې چې ېې غواړې انځور کوچنی کړې کوچنی کېږي او په همدغه آپشن کلیک وکړئ.
    • Minify javascript دا پارامتر د کودونو او اسکریپ څېړنه پر غاړه لري او دا موږ ته په ګوته کوي چې کله موږ دغه کود کوچنی کولی شو، د دې کودونو په کوچني کولو سره د دانلود سرعت، لوستل او پلټل په تېزۍ سره اجرا کېږي.
    • Enable compressionهغه فایلونه چې له سرور څخه مرورګر ته انتقالېږي د هغو وزن کموي. دغه پارامتر تاسې ته دا درښييچې ستاسې په سایټ کې جیزیپ څخه ګټه اخیستل شوې او د ستاسې د پآڼې سایز هم تر ۷۰ سلنه کم کړي.
    • Inline small css دا پارامتر د کیس او اسکریپ د فایلونو برسی پر غاړه لري او د دوی وزن هم کمولی او زیاتولی شي. او نورو پارمترونه هم له ځان سره یو ځای کولی شي.
    • Combine images using css sprites د دې پارامتر په فعالولو سره موږ کولی شو په یوې پآنه کې څو انځورونو باندې کیکل کوکړو، البته چې سرور ته ډېرې غوښتنې ورغلي نه وي، که ډېرې غوښتنې ورغلي وی نو بیا یې نه شو کولی.

    په تکنیکال سئو کې د Waterfallشننه او تحلیل

    په لومړي سر دا ډېر مغلق معلومېږي، موږ باید پوه شو چې دا د جي ټي متریکس یوه ډېره مهمه برخه ده، ځکه چې دا برخه د سایټ لوډ برخه په اسانۍ سره ورښيي، په دې برخه موږ کولی شو چې د هر فایل کړنه او غوښتنې په اسانۍ سره وڅېړو او دا زموږ سره د فایلونو په دانلودولو کې هم مرسته کوي، د هاست له سرچینو څخه موږ په اسانۍ دانلوډ او آپلوډ کولی شو. دغه ټول اطلاعات زموږ سره د سایټ په څېړلو کې ډېره ښه مرسته کولی شي. موږ به د دې برخې مهمې شاخې دلته د څېړنې لاندې ونیسو.

    د آبشاري نمو د ستنو څېړنه

    لومړنۍ ستنه د دې پروګرام هغه ځای دی، چې پلتونکي هغې ته غوښتنه ورلېږي، د هر فایل تر څنګ د مثبت علامه ده چې په هغې کلیک وکړې نو د هرې غوښتنې په اړه به ډېر معلومات لاس ته راوړې، دویمه ستنه سرور ته ځواب وايي او دا موږ ته په ګوته کوي چې د سرور کار بریالی دی او که نه. درېیمه ستنه موږ ته دا په ګوته کوي چې ایا فایل د سایټ پر سرورو باندې شته که نه او که په بل ځای کې خلاص شوی. څلورمه ستنه موږ ته دا په ګوته کوي چې د فایل سایز څومره دی. پنځمه ستنه موږ ته دا راپه ګوته کوي چې یوه غوښتنه څه وخت راغلې. په دې پرګرام کې بله برخه عمودي خطونه دي، چې هغه موږ ته د رویدادونو وخت راښيي او دغه خطونه یو د بل سره په رنګ کې توپير لری.

    • قهويي رنګ: دا رنګ د فایل هغه وخت معلوموي چې په لین کې د پلټنې لپاره تېروي.
    • نیلي رنګ: دا رنک هغه وخت معلوموي چې ای پي نه ډينز لاس ته راوړو.
    • شین رنګ: دا رنګ هغه وخت معلوموي چې د ټي سي پي او سرور ترمنځ اړیکه ټنیګه کړي.
    • شین شفتلي رنګ: دا رنګ هغه وخت معلوموي چې سرور غوښتنو ته امده وي.
    • خاکي رنګ: دا رنګ هغه وخت معلوموي چې سرور وکولی شي ځوابونه دانلود کړي.

    Timings

    هغه وختونه چې په وېب سایټ کې مهم ځایونه خلاصوي موږ ته راښيي، دغه لاندې موادر چې موږ تاسې ته درپېژنو دا په ابشاري نمو کې د لیدو وړ دي.

    • Redirect د ریدیکارت اړین وخت معلوموی.
    • Connect د سرور او لومنۍ غوښتنې اړیکه په دې وخت کې معلوموي.
    • Backend د سرور امده کولو لپاره وخت معلوموي.
    • TTEB دا هغه وخت معلوموی کله چې لومړۍ غوښتنه وړاندې شي او سرور بېرته ځواب ورکوي.
    • Frist paintد پاڼې لومړنۍ مرحله ښيي، چې د کال لپاره امده شي.
    • Contentful paintدا د لومړنۍ محتوا وخت مشخص کوي.
    • DOM loadedکله چې ډوم چمتو شي، نو بیا دا ډوم ښيي.
    • Onloadکله چې د پاڼې رېفرېش پای ته ورسېږي، یا ټول انځورنه دانلود شي په دې رنګ ښودل کېږي.

    Video

    په دې برخه کې تاسې کولی شئ چې د پاڼې څخه ویډیو وګورئ او د آنالیز ځایونه وګورئ او ویې څېړئ. د ویډیو سرعت هم دلت ه کمېږي او زیاتېږي.

    History

    ستاسې کړنې په وخت کې ښيي، دا تاسې ته ښيي چې تاسې په وېب سایټ کې څومره پرمختګ کړی او څه تغیرات په کې راغلي. او سرعت  یې څنګه معلوم کړو. څنګه د سایټ سرعت زیات کړو، خپل سایټ ته ننووځئ او د پارامترونو سرعت وڅېړئ، که چ ېمو دا کرونه وکړل نو له هغې وروسته پایله وګورئ که پرمختګ په کې راغلی و نو ښه تر او که نه و راغلی نو بیا یې انجام کړئ.

    د پاڼې برخې

    • د لود پوره وخت: دا برخه د سایټ لود په ثاینه ښيي او دا د خلاصولو وخت په عدد ښيي په مرورګر کې یې کار خلاصوي. هغه وخت چې سرور ته لومړی درخواست راغلی وي وخت یې معلوموي.
    • د پاڼې وزن: دا برخه د پآڼې د ټولو فایلونو وزن معلوموي او په ام بی ښودل کېږي.
    • غوښتنې: په دې برخه کې هغه پوښتنې چې د لود له خوا سایټ ته لېږدول شوي ښودل کېږي، که هر څورمه د پوښتنو شمې ډېرو وي هومره د سایټ سرعت لوړېږي.

    د ssl پاڼه څه شئ ده او پر سئو باندې څنګه اغېزه کوي؟

    Ssl د secure sockets layers مخففه بڼه ده، دا یو امنتیتي فناور دی چې د انټرنټ او مرورګر ترمنځ اړیکه ټینګوي. که دا برخه غښتل ېوي نو د کارکوونکو اطلاعات هېڅ کله نه ردیابي کېږي. د کارکوونکو اطلاعات د ګوګل لپاره اړین دي، کومه سایټونه چې له دط څخه ګټه اخلي د کارکوونکو باور لاس ته راوړي، کتونکي هم باور پیداکوی او ستاسې د سایټ لیدنه کوي او ګټه ترې اخلي.

    پر تکنیکال سئو باندې د سایټ د نقشې اغېزه

    د سایت نقشه د اېکس ام ال کودونو فایل دی، چې د هاست به رېښو کې شتون لري. د پلټونکو موترونو سره مرسته کوي تر څو ستاسې سایټ ښه درک کړي، ژوندي روباتونه له دې څخه ګټه اخلي او په سایټ کې ځانته ښې لارې برابروي، دغه نقشه غوره اطلاعات لاس ته راوړي هغه په پاڼو او لیکونو کې شني او د همدې له لارې ټولې پاڼې اندکس کوي.

    د تخنیکي او تکنیکال سئو بسته بندي

    لکه څنګه چې موږ مخکې وویل چې تخنیکي یا تکنیکال سئو هغه کارونه کوي چې د پلټنې موترونه ښه درک له محتوا څخه لاس ته راوړي.د سئو سایټ په درې ډولونو وېشل کېږي: لومړنۍ برخه د سایټ انتخابول، دویمه برخه د ستراتژي پیاده کول درېیمه برخهد لېنکونو کمول.

     

    بهرنۍ سئوبهرنۍ سئو څه ته وايي او څه وخت د سایټ پر رتبه اغېزه کوي؟