امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

    د ډومېن نوم څومره د سايټ پر سئو اغېزه کوي؟

    د دامنې نوم ټاکنه لومړنی ګام د انټرنټ په نړۍ کې دی، چې باید ښه نو وټاکئ. دغه د دامنې نوم ټاکنه ستاسې پر کار باندې ډېره اغېزه کوي، په دې مقاله کې موږ په همدې موضوع باندې بحث کوو.

    د ډومېن نوم ټاکنه یو ډېر مهم کار دی، چې د انټرنټ په نړۍ کې د کار لومړی ګام وي، دا د یو سایټ نوم اېښودنه ده چې دا د کار لپاره انرژي ورکوي، د دامنې نوم کېدای شي چې ستاسې بریالیتوب په غوټه ووهي او کېدای شي تاسې ته یو خوب دروښيي. د دامنې هر نوم ستاسې لپاره کار کولی نه شی تاسې باید د دې په کېښودلو کې له زغم څخه کار واخلئ، دا باید ستاسې د کار سره ربط ولري داسې نه وي چې کار مو د یو شئ او نوم یې د بل شئ وي. یو ښه نوم کولی شي چې پر سئو باندط اغېزه وکړي او د کارکوونکي ذهن د پیر لپاره امده کړي.

    د پسوند له نظره د انټرنټي دامنو ډولونه

    په نړۍ او افغانستان  کې ښې دامنې

    نن په انټرنټ کې په میلونونو دامنې شته دې چې ډول ډول پسوندونه دي؛لکه: کوم یا نیټ. هره هېواد د خپله نوم اړوند یو انټرنټي پسوند لری، لکه ای اف د افغانستان او یو که د انګلستان. په انټرنټ کې یوه بله ډله دامنې شته دې چې د شخصي سازمانونو او ارګانونو مربوط دي؛د بېلګې په ډول: د ازادی رادیو پخوانی سایت او ار جی

    په عمومي ډول انټرنټي دامنې په دوه ډوله وېشل کېږي، لکه: زلا کوم، او زلا دامنه او کوم دي، د دې دامنو نوم د اهمیت وړ دی، د دې د ذخیرې په وخت کې باید د پسوند په اغېزه نظر واچوو. اوس به هغه پسوندونه د بحث لاندې ونیسو چې ښه کار کوی.

    • د comپسوند:

    • بې له شکه چې د دغه دات کام نوم سره به اشنا یاستئ او نوم به مو ورته اوریدلی وي، دا تر ټولو غوره بسوند دی، د دې اصلي مانا تجارت دی. که چېرته ستاسې سایټ د تجارتي محصولاتو، شرکت یا په بل ډول تجارت باندې اخته وي نو تاسې ته دغه وړاندیز درکوم چې له دې پسوند څخه ګټه واخلئ.
    • د net پسوند:

    • دا د نېټورک مخفف دی، لکه څنګه چې یې له نامه څخه څرګندېږي، کومه سایټونه چې د انټنټ انلاین بازار کې کار کوي نو له دې پسوند څخه ګټه اخلي.
    • د orgپسوند:

    • که چېرته غواړئ چې سایټ مو په غیر تجارتي ډول ذخیره شي، نو له دې دامنې څخه ګټه واخلئ، دا د نوون پوفټ اورګنازېشن مخفف دی، چې د غیر انتفاعي سازمان په نامه دی، دا دامنې هغو سایټونو ته کارول کېږي چط تجارتی نه وی لکه د چاپېریال ساتنه یا د وګړ پالنې سازمان.
    • د bizپسوند:

    • د دې پسوند نوم له بوسېنز له نامه څخه اخیستل شوی، د مانا له مخې د بیزنس له کلمه څخه وتلې ده.
    • د int پسوند:

    • د دې پسوند نه به په نړیوال سازمانونو کې ګټه اخیستل کېږي، دا د انټرنشنل سازمان له کلمې څخه اخیتل شوی چط د نړیوال په نامه دی.
    • د infoپسوند:

    • دا د انفارمېشن د کلمې مخفف دی، په هغو سایټو کې استفاده کېږي چې د اطلاعاتو په ارایه کې کار کوي ګټه ترې اخلي.
    • د eduپسوند:

    • دا د بوډکشن مخفف دی، دا په هغه سایټونو کې کارول کېږي چې د زده کړط سیستم پرمخ وړی.
    • د ir پسوند:

    • د دوه تورو پسوند د ځايي دامنو لپاره کارول کېږي، که تاسې د یو اس له وېب سایټ سره مخ شوی، نو دا د امریکا دی، که د آی ار سره مخ شوی نو دا د ایران دی هره هېواد ځانته مخفف پسوند لري.

    د یوې منلې دامنې د نوم ټاکلو اصول

    لکه څنګه چې مو مخکې وویل چې دا د انټرنټ په نړۍ کې یو مهم کار دی نو د کار په پیدا کولو او کولو کې زموږ سره مرسته کوي. امکان لري چې په دې لاره کې ځينې فرصتونه په لاس درشي، چې تاسې په هغې کې تېرووځئ نو ډېر زر یې نوم تغیر کړئ، داسې هم نه ده چې هر وخت تاسې د دامنې نوم تغیر کړو، ځکه نوم تغیرول ډېر مصرف لری چې موږ نه شو کولی تل دا مصرفونه پرداخت کړو.

    د دامنې نوم باید ستاسې د کار کسب سره اړیکه ولري

    که چېرته ستاسې د وېب سایټ نوم د کار اړوند وي نو تاسې د سئو ښه کاروونکي شمېرل کېږئ، داسې نوم وټاکئ چې پلټونکی له نوم څخه پوه شي چې تاسې څخه کاروبار کوئ دې اړتیا پېښه نه شي چې هغه دې د محتوا پسې وګرځي، دا د دې لامل ګرځي چې ستاسې مخاطب ستاسې د وېب سایټ نوم په ذهن کې وساتي.

    د دامنې په نوم د کلیدي کلمو شتون اړین دی

    دا اړینه نه ده چې ستاسې د دامنې په نوم کې دې کلیدي کلمه شتون ولري، که چېرته وي ښه ده، که چېرته کلیدي کلمه مو په سایټ کې وي نو ستاسې په فعالت کې به ډېره مرسته وکړي، مخاطبین هم په اسانۍ سره کولی شي چې ستاسې د سایټ نوم مخاطب زده کړي. تاسې کولی شئ چې د دې کار لپاره د اېمډ څخه ګټه پورته کړئ، په دې کې باید ستاسې نوم او کار مو ذخیره شوی وي.

    تاسې یو سایټ په نظر کې ونیسئ چې د هغه کار د سوپر مارکېټ په ډول وي خو انلاین، که تاسې د دې پسې ګرځئ نو ډېر به د انلاین سوپر مارکیت نوم په ګوګل کې ولیکئ، نو که ستاسې د وېب سایټ نوم ښه وي او د ښې دامنې څخه مو ګټه اخیستې وي نو ډېر خوښوونکي به ولرئ او ستاسې کار به ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

    د دامنې نوم باید د بېلابېلو لیکنو ټولګه وي

    تاسې د پلور کلمه د دامن په نامه کې کاروئ، دا به ستاسې سره تر وسې مرسته وکړي، خو دا هم په یاد وي چې تاسې به د وخت په تېریدو سره د ستونزو سره مخ کړي، دا به غوره وي چې تاسې د دامنې په نوم کې له فارسي کلمو څخه ګټه وانه خلئ، ځکه تل ستونزې راولاړوي نو تاسې باید د لاتیني کلمو څخه ګټه واخلئ، ځکه دا تاسې ته ستونزې نه رامنځته کوي.

    کېدای شي د پلور کلمه په بېلابېلو بڼو لویکل شي، لکه: plour, poluurs, purush . دا ګمان دی چې تاسې په کوم ډول د پلور کلمه لیکلې او په کوم ډول مو ذخیره کړې ده، دا کار د مخاطب لپاره اسان نه دی، تاسې باید داسې دامنه وټاکئ چې په لیکلو کې ستونزه ونه لري او اسانه وي.

    د دامین په نوم کې له تیره یې خطونو ګټه واخلئ

    د تیره یې خطونو څخه د دامین په نامه کې ګټه اخیستل د مخاطب سره د کار په کولو کې ښه مرسته کوي، تاسې باید داسې فکر ونه کړئ چې ستاسې مخاطبین په دې پوهېږي چې ستاسې په دامنه کې له تیره خط څخه ګټه اخیستل شوې ده، د تیره یي خطونو ګټه اخیستل د دې سبب ګرځي چې ستاسې د سایټ په پتانسیل برخه کې د لیکلو نوم وټاکي. نو تاسې هڅه وکړئ چې دا موضوع په ښه توګه وکاروې.

    د دامنې نوم مو لنډ وي

    څومره مو چې د دامنې نوم لنډ وي هماغومره مو کار اسانه کېږي، ډېری خلک په دې برخه کې له کلیدي یا مخففو کلمو څخه ګټه اخلي، تر ډېره پورې دا کار د دې سبب ګرځي چې د سئو برخې ته سدمه وارده کړي، ډېری خلکو ته داسې نوم د ستونزو کڅوړه وي او له بل پلوه د سایټ فعالیت کول په داسې شرایطو کې اسانه کار نه دی. نو تاسې د لنډو کلمو پسې وګرځئ تر څو په پرمختللي برند باندې واوړي، زموږ واندیز دا دی چې د دامنې نوم مو له ۱۲ کاراکترو څخه اوږد نه وي.

    د دامنې نوم په ټاکلو کې باید د راتلونکې غم درسره وي

    د نورو تجارتونو غوندې تاسې باید په انلاین کار کې په ځان دا لازمه وګنئ چې موږ به دلته ډېر وخت کار وکړو، نو دا کار تاسې سره په دې کې مرسته کوي چې په خپلو پلانونو کې تغیر راولئ، تاسې داسې فکر وکړئ چې تاسې د تلوېزونونو یو پلورنځی جوړ کړ او په انلاین ډول کار کوئ امکان لري چې تاسې د ټي وي له کلمې څخه ګټه واخلئ، کلونه وروسته به تاسې د تلوېزونو پر ځای جامې پلورئ نو تاسې که چېرته ټي وي کاروئ نو دا کار به مو د کار د له منځه تګ سبب شي.

    ښه به دا وي تر څو چې کولی شئ تاسې د دامنې نوم په ټاکلو له زغم څخه کار واخلئ داسې نوم وټاکئ چې د راتلونکې غم هم درسره وي، ډېر ټکي شته چې باید موږ د هغوی په رعایت سره په سایټ کې ډېر تغیرات راوستلی شو.

    د سایټ پر سئو باندې د اوږدوالي، عمر او زوړوالي اغېزه

    ډېر خلک به د دې پوښتنې سره مخ شي، چې ګوګل ته زاړه دامینونه د منلو وړ دي که نه؟ په دېری کارونو کې د پیل څخه وروسته نوشټ راځي، داسې نه شي کیدلی چې په یوار دې پرمختګ په کې راشي، دا مو باید په پام کې وي چې انلاین کار کې هم په یوار پرمختګ نه رامنځته کېږي، دا کار د سایټ پر سئو باندې دومره اغېزه نه کوي، که چېرته یو سایټ نوی تشکیل شوی وي او په هغه کې له فني مسایلو څخه ګټه اخیستل کېږي او د ښې محتوا په کارولو سره به په اسانۍ سره د پلټنې په پاڼه کې ښه کار وکړي.

    که چېرته تاسې د یو انټرنټي کار په لټه کې یاستئ، نو دا د ځان لپاره بهانه مه ګرځوئ چې زما دامنه زړه ده، که چېرته تاسې اصول او قوانین مراعت کړل نو پوه به شئ چې څومره ښه کار کوي. دې ټکي ته مو پام وي چې د یوې دامنې عمر ډېر وخت په نظر کې نه نیول کېږي، د هغې د ذخیرې وخت په پام کې نه نیول کېږي د هغې لپاره لنډ مهاله وخت اخلي. که چېرته تاسې لس کاله مخکې یوه دامنه ذخیره کړې وي او هېڅ فعالیت مو نه وي کړی، نو په هغې باندې هېڅ کار خلاص نه کړئ دا د هغې دامنې سره هېڅ توپیر نه لري چې د ذخیره کولو نه یې یو ساعت ووځي.

    د یوې دامنې تاریخچه پر سئو باندې اغېزه کوي؟

    که چېرته ستاسې په سایټ کې یوه دامنه وي چې عمر یې ډېر وي نو تاسې چې بله دامنه ذخیره کوئ لومړی د دې په فکر کې شئ چې د زړې دامنې تاریخچه وګورئ، که چېرته دغه تاریخچې دا معلومه کړه چې دوه درې څښتن یې له مخې لرې کړي نو د ګوګل له مخې دا دامنه د ارزښت وړ نه ده، هر وخت چې مو دامنه اخیستله نو د هغې تاریخ ته پام کوئ.

    دامنه باید پنالتي شوې نه وي

    د دویمې دامنې په اخیستلو کې چې مهمه نکته ده هغه دا ده چې دامنه پنالتي شوي نه وي، که مو دا کار وکړ نو ګوګل تاسې تر څارنې لاندې نیسي او سایټ به مو د درنې جریمې سره مخ کړي، د پنالتي شوې دامنې نه صرف نظر وکړئ او پر هغې خط کش کړئ، ځکه د یوه سايټ څخه وتل اسانه کار نه دی. کومه سایټ چې د پنالتي دامنې څخه ګته اخلي نو هغه ګوګل ته د اسپمر په ډول ورپېژندل کېږي، که دغه کس مخکې بل سایټ لره نو باید دا دامنه په بل نامه ذخیره کړي، ځکه چې ګوګل مو دې سایټ ته منفي نظر ورنه کړي.

    د دامنې لاندې د کلیدي کلمو اغېزه

    که کیدای شي تاسې مو  د سایټ کارونه په څو برخو ووېشئ، حتا تاسې کولی شئ چې د دامین برخې څخه ګټه واخلئ، د دې کار لپاره تاسې باید د دامنې لاندې ځای قوي وي، یواځینی کار چې کولی شئ لېنک ته د کلیدي کلمو سره اړیکه ورکول دي، که مو چېرته یو پلورنځي جوړ کړی وی او یو لېنک مو ورکړی وي، بل پلورنځی مو جوړ کړی وي بل لېنک مو ورکړی وي له یوه لېنک نه بل ته یې انتقالولی شئ، د دامنې لاندې ځای کې د کلدي کلمو شتون د دې ګواهي ورکوي چې تاسې دوه یا درې کارونه کولی شئ او د سایټ په سئو کې هم مرسته کولی شي.

    د Who.is اطلاعات پر ګوګل باندې څه اغېزه کوي؟

    دا د یو سایټ ټول ذخیره شوی شیان ښکاره کوي او خلکو ته یې ورښيي، دا به غوره وي چې هو اېز کې تاسې د دامنې نوم ورکړئ، تر څو له یو دامین څخه ښه معلومات لاس ته راوړئ، د وېب سایټونو پتې په هو اېز کې توپیر لري، هو اېز د یو وېب سايټ ډېر معلومات د خلکو په لاس کې ورکوي؛لکه: د دامنې د څښتن نوم، د کار ډول او … پخوا دې دامنې ګوګل ته ارزښت نه لرلو، خو اوس په عمومي شتون د معلوماتو کې ښه نقش لوبلی دی او ارزښت یې هم ډېر شوی دی.

    Ir  او که cim سایټ پر سئو باندې اغېزه کوي؟

    لکه څنګه چې مو مخکې هم نغوته وکړه د دامنې لپاره ډول ډول پسوندونه شته دې، هغه پسوندونه چې درې توري ولري هغه د سازمان لپاره وي او هغه پسوندونه چې دوه توري ولري هغه د یوه هېواد لپاره وي، اوس دلته پوښتنه راولاړېږي چې آی آر د سایټ پر سئو باندې اغېزه کوي.

    د دې پوښتنې ځوا هم مثبت دی او هم منفي، بې له شکه چې د پلټنې موترونه د کارکوونکو په مقابل کې ډېر ارزښت لري، خو دا مو پاه یاد وي چې دا کار تنها د سایټ په معیاري کولو کې د ارزښت وړ ده. د ځینو بندیزونو په مقابل کې شاید د ای آر دامنې اغېزمنې شي، که چېرته تاسې ته توپیر نه کوي نو تاسې د کم دامنه وټاکئ، تر څو په راتلونکې کې د ستونزې سره مخ نه شئ.

    د سایټ پر سئو باندې د دامنې د نوم اغېزه جدي وګنئ

    دغه پورته ټول درج شوي ټکي باید د دامنې د نوم لپاره وټاکئ، خو د خپل د کار لپاره یې اصولا وکاروئ، لکه څنګه چې مخکې مو هم اشاره ورته وکړه د دامنې د نوم تغیرول ښه کار نه دی، ځکه ډېرې ستونزې راولاړوي، په لومړي وخت کې ښه منلی نوم ورته وټاکئ ځکه د انټرنټ په نړس باید یو کار ته له مخکې نه نظر وکړئ، ځکه دا په انلاین بازار کې لومړنی کارونه دي.

    دا وړاندیز درته وړاندې کوم چې پر سئو د هاست اغېزه مقاله ولولئ تر څو تاسې وکولی شئ چې د پلټنې په پاڼه کې ښه رتبه لاس ته راوړئ.