امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

    که چېرته مو د سئو کړنې اوریدلې وي نو تاسې به د محتوا د سئو سره هم بلد شوي یاستئ یا به مو اوریدلې وي چې د محتوا جوړول يا توليد د سئو ډېره مهمه برخه ده څومره چې ښه او دقیقه وڅېړل او زږول شي هومره ګټه لري او سئو مو بریالۍ کېږي، په دې مقاله کې موږ په دې بحث کوو چې څنګه یوه ښه محتوا منځته راوړو.

    کلونه مخکې مو شاید محتوا هېڅ نه پېژندله، هېچا نه پېژندله، د دې اړوند مو عجیبې پوښتنې اوریدې. خو کلونه ورسته یعنې نن موږ د دېرو شیانو د منځته راتګ شاهد یو، چې یو له هغو څخه هم د محتوا تولید او د پیریدونکي جذب دی.

    د دې پوښتنې ځواب شاید چې محتوا څه ته وايي په یوې جلمه کې وړاندې کړو، باید ډېر بحث پرې وشي چې مخاطبین پرې پوه شي. تر څو مخاطب په اسانۍ سره وکولی شي چې سايټ نه ګټه واخلي.

    څومره چې ستاسې په سایټ کې ښه مواد وي نو همدومره ډېر کسان جذبوئ، په دې لاره کې چې ستونزه منځته راوړې هغه د محتوا منځته راتګ دی، ځکه همدا محتوا ده چې ستاسې سایټ ته ارزښت ورکوي د محتوا منځته راتګ لپاره بېلابېل شرایط شته چې ټول په خپله منځو کې توپیر لري، تاسې که غواړئ چې په انټرنتي نړۍ خصوصا په سایټ کې وځلېږئ نو تاسې باید په سئو باندې پوه شئ د سایټ د پلټنې موترونه مو باید ښه کار وکړي.

    د محتوا منځته راوړل د سیو مهمه برخه ده، نو موږ باید خپله سایټ ته مناسبه او پکاره محتوا واخلو، دا هغه محتوا ده چې د مخاطب توجو جلبوي او پاڼه د پلټنې موترون ته امده کوي.

    که څه تاسې یو تان لیکوال یاستئ نو تاسې نه شئ کولی چې خپل سایټ ته ښه او مناسبه محتوا ولیکئ، ځکه دا کار هغه څوک کولی شي چې هغوی په سایټ او محتوا کې ډېر کار کړی وي نو تاسې باید د هغو کسانو څخه تجربه واخلئ، تاسې باید لومړی د محتوا لیکلی زده کړئ او بیا یې سایټ ته پورته کړئ.

    تاسې باید د محتوا په بسته بندۍ کې پوره مهارت ولرئ

    د انټرنټ ټولې محتواګانې په څلور برخو وېشل کېږي:

    کله چې موږ د محتوا اړوند بحث کوو نو ډېری دا فکر کوي چې دا هغه محتوا ده چې په سایټونو کې موجوده ده، او د محتوا لیکونکی هم هغه چاته وايي چې محتوا لیکي، دا تعریف غلط نه دي. دا یواځې د ساده محتوا منځته راوړلو لپاره مناسب دی، هغه محتوا چې سایټ ته ارزښت ولري هغه باید موږ مقالو او لیکوالۍ ته محدود نه کړو، محتوا لاندې ډولونه لري:

    ۱. متني محتوا

    ۲. انځوریزه محتوا

    ۳. ویډیویي محتوا

    ۴. غږیزه محتوا

    لومړی د متني محتوا منځته راوړل:

    په دې وخت کې چې په سایټو کې ډېره کارول کېږي هغه همدا متني محتوا ده، دا محتوا په مقالو کې وړاندې کېږي، ډېری هغه سایټونه چې بلاک کېږي نو لامل یې دا وي چې تکراري محتوا خپروي، ډېر هغه سایټونه چې بند هم دي خو بیا هم دغه محتوا خپروي چې ډطری یې خبرونه وي. تاسې باید پوه شئ اوږدې مقالې دورمه ارزښت نه لري لکه څنګه چې یې لندې لري لکه خبر یا لنډ مطلبونه.

    د متني محتوا منځته راوړل شاید تاسې ته دورند کار معلوم شي که تاسې غواړئ چې دا محتوا په اسانۍ سره منځته راوړئ نو دغه لاندط مطالب ولولئ.

    د کلیدي کلمو ټاکنه

    باید تاسې په دې ځان پوه کړئ چې لومړی په څه څه مقاله ولیکو، لومړنی کار چې تاسې د کلیدي کلمو په انتخاب کې کوئ هغه له ځانه مخاطب جوړول دي. د بېلګې په ډول: که تاسې یو فرش اخلئ نو تاسې به د فرشو د دوکان پسې ګرځئ، تاسې باید داسې کلیدي کلمې انتخاب کړئ چې هغه وپلټل شي. که یو څوک یو څه اخلي نو هغه لومړی د هغې تابلو پسې ګرځي چېرته چې دغه شې پلورل کېږي.

    امکان لري ډېر کم داسې کسان راپیدا شي چې هغه دې د یوې نوشابې پسې انلاین بازار ته لاړ شي. نو هغه باید د نوشاابې اړوند څه ولیکي، نو موږ باید په سایټ کې د نوشابې اړوند داسې څه لیکلي وي چې هغه پیریدونکی جلب کړي، نو دا کړنې به مو کارو بار ښه جوړ کړي، موږ کولی شو د پیریدونکي د جلب لپاره د نوشابو نومونه ولیکو.

    کېدای شي د کیانور نوشابې شایقین یا خوښوونکي ډېر وي ځکه دا د یو تکړه هنرمند نوم دی نو خلک یې ډېره خوښوي. که تاسې په انټرنټي پلورنځیو کې له کیلدي کلمو څخه کار اخیتسی وي نو په کاروبار کې به مو ورځ تر بلې تېزي راځي او ښه کار به کوئ، دا کلیدي کلمې ستاسې په پلور مستقیما اغېره کوي ځکه ډېر مخاطبین راجذبوي.

    په مقالو کې د هم مانا کلمو څخه ګټه اخیستنه

    د هم مانا کلمو کارونه په محتوا کې ساسې سایټ ته ارزښت دربښي، هم مانا څه ته وايي؟ هم مانا دې ته وايي چې ستاسې په سایټ کط داسې محتوا منځته راشي چې په هغې کې هم مانا کلمې ډېرې وي. د بېلګې په ډول تاسې غواړئ چې د پلی استین اړوند مقاله ولیکئ، که تاسې دغه په فارسي ولیکئ یا یې په انګلسي مخفف ولیکئ نو هېڅ فرق نه کوي هماغه یو شئ راځي توپیر یې په لیکلو کې دی یو فارسي دی بل انګلسي.نو په لیکوالۍ کې باید تاسې دا تخنیک هېر نه کړئ هر څه مخفف لري، ځکه دا ستاسې سره د وخت په سپما او شفافیت کې مرسته کوي. که تاسې شیدي نوشته کوې نو د پلټنې موترونه تاسې ته د شیدو ټول ډولونه راړوي هر یو ډول چې مو په کار وي کلیک پرې وکړئ.

    د مطالبو اندازه

    یو بل چې د محتوا په منځته راتګ کې د اهمیت وړ دی، هغه د ماطالبو وزن دی. دا مو په نظر کې وي چې تاسې به تل یوه مقاله د کتاب پّ اندازه نه لیکئ. تاسې که مقاله لیکئ باید په ګته مواد مو په کې ځای پرځای کړې وي، هېڅکله په مقاله کې کلیشه یي کلمې او مطالب مه درج کوئ ځکه دا ستاسې سایټ ته زیان رسوي.

    موږ نه شو کولی چې د یوې مقالې لپاره اندازه وټاکو یا یې ډېره وښیو یا یې کمه، په نهايي ډول که ووایم باید له ۳۰۰کلو څخه کمه نه وي، ځکه ګوګل د ۲۰۰۰کلمو الا مقالو نه پورته ته ارزښت نه ورکوي. که مو مقاله هر څومره اوږده وي نو تاسې خپل کارکوونکي له لاسه ورکوئ که په یوه دلیل اوږده وي چې کلیدي کلمې مو په کې کارولې وي بیا فرق نه کوي.

    تکراري کلیدی عبارت

    تکراري کلمو یا عبارت ته چګالي وايي، که هر څومره ستاسې په مقاله کې له کلیدي کلمو څخه ګټه اخستل شوې وي ګولګل همدورمه ارزښټ ورکوي، خو دا یو غلطه خبره ده، په سایټ کې د هغه مقالې خپرول چې کلیدي کلمې ډېرې ولري، دغه مقالې د دې لامل کېږي چې ستاسې سایټ په تورې پرده کې ایثار کړي. تر اوسه ګوګل او سئو د مقالې اندازه ښودلې نه ده چې څومره کلیدي کلمات دې په کې وکارول شي، که چېرته تاسې مقاله ولیکله چې دوه زره کلمې ولري نو تاسې باید کوښښ وکړئ چې شل ځله کلیدي کلمې وکاروئ او تکرار په کې راوړئ تر څو یې حجم کم شي او ګوګل یې قبوله کړي.

    منلی تېتر وټاکئ

    د ګوګل پلټنه یا د پایلو په پاڼه کې چې تر ټوله ښه لوی معلومېږي هغه د اړوند طالبو تېتر دی. تاسې باید د متني محتوا د تولید لپاره د یوه ښه تېتر پسې وګرځئ او کوم تکنیکونه مو چې زده کوي هغه وکارئ. د یوه ښه تېتر شتون تاسې سره د ګاک په پيدا کولو کې مرسته کوي د کوم ځای نه چې ګوګل کارکوونکي په پام کې نیسي، نو هغه ډېری باور په تېتر کوي، په لاندې مقاله کې به موږ د ښه تېتر په اړوند بحث وکړو:

    • ډېر وړوکی نه وي.

    • ډېر لوی هم نه وي.

    • له کلیدي کلمو څخه په کې ګټه اخیستل شوې وي.

    • په پیل د تېتر کې له کلیدي عبارتونو څخه ګټه واخلئ.

    • د مخاطب په جذب کې له تېتر څخه ګټه واخلئ.

    تر ټولو دا مهمه ده چې ستاسې مخاطب د مطالعې په وخت کې ساسې په تېتر کې د داسې مطلب سره مخ شي چې دی له ځان سره ووايي چې دا د څّ سره مخ شوم؟تاسې چې کومه مقاله لیکلې هغه د هغه اړتیا پوره کولی شي؟ اصلي مقاله په تېتر کې پورته نه کړئ،

    لوستل او لیکل څه ته وايي ولې اهمیت لري؟

    د دېرو مقالو په نشرولو سره سایټ له تاسې پوښتنې کوي، نو ستاسې پام وي، چې تاسې به دې پوښتنو ته په محتوا کې ځواب وايې، د ځواب طریقه مو باید داسې وي چې تاسې یو بل وېب سایټ ته هدایت وکړئ.

    د بهرنیو او کورنیو لېنکونو ذکر کول

    که ستاسې په سایټ کې یو کارکوونکی د پلټنې پسې مشغول شي او بېلا بېلو پاڼو ته لاړ شي، دا ستاسې د سایټ لپاره ډېر ګټور دی چې د ګوګل سره په درک کې مرسته کوي، نو تاسې باید د یوې منظمې شبکې په جوړولو لګیا شئ. له کورنیو لېنکونو څخه ګټه اخیستل اسانه کار دی او دا ستاسې کارکوونکي هم په امن کې ساتي، که د خپل سایټ له پآڼې د بل سایټ پآڼې ته لېنک ورکوئ نو تاسې یو کورنۍ لېنک منځته راوړ، دا کار د دې لامل کېږي چې کارکوونکی ستاسې په سایټ کې ډېر وخت تېر کړي او د ډېرو پاڼو پسې وګرځي.

    د کورنیو لېنکونو څخه ګتل اخیستل باید ستاسې د سایټ په ګټه وي او له هغې څخه ګټه اخیستنه باید یو منظه شبکه منځته راوړي، دا کړنه ګوګل ستاسې د سایټ په پرمختګ کې په پام کې نیسي، که چېرته مو د خپل سایټ نه بل سايټ ته لېنک ورکړ په دې وخت کې تاسې یو بهرنۍ لېنک منځته راوړ، که تاسې یو بل سایټ ته لېنک ورکړ او دا لېنک مو ښه قوي و، نو تاسې سره به د مطالبو په درک کې مرسته وکړي. د بهرني لېنک څخه به ستاسې موخه تنها دا وي چې تاسې کارکوونکي ته د هغه د اړتیا وړ شیان په لاس ورکړئ که مو بل کار هدف وي نو ستاسې او د ګوګل ترمنځ به جګړه رامنځته شي او سایټ به مو له منځه لاړ شي.

    د انځوریزې محتوا منځته راوړل

    تاسې به ډېر اوریدلې وي چې ډېری خلک د انځورونو لپاره مطاله کوي، دا کار د کارکوونکي سره ډېره مرسته کوي، باید موږ له د ېموع نه تېر شو، باید په هر ځاې کې د متن ترڅنګ انځور هم راوړو .

    له خاصو انځورونو څځه ګټه واخلئ

    تاسې که انځورونه آپلود کول نو باید خاص انځورونه وي، تکراري انځورونه رانه وړئ دا کړنه تاسې د سایټ په پرمختګ کې ډېره مسرته کوي . که چېرته ته خاص انځورونه نه پیدا کیدل نو تاسې باید د انځور سایز کوچنی یا لوی کړئ یا د خپله د سایټ ټاپه پرې ولګوئ.

    د انځور پر ځای متن واچوئ

    دا مو په یاد وي چې تاسې هېڅکله هم دا هېر نه کړئ چې د متن سره انځور راونه وړئ باید دا کار وکړئ، دې کړنې ته التوماتیف تېکس وايي، که تاسې تنها انځور هم واچوی نه په کارکوونکي اغېزه نه کوی باید متن هم ورسره وي، د پاڼې خلاصول په وېب سایټ کې مهم بخش دی، کوم انځورونه چې تاسې په سایټ کې نشروئ باید مناسب وزن ولري.

    که تاسې غواړئ چې د انځور وزن کم کړئ نو د بېلابېلو پروګرامونو څخه ګټه واخلئ له فوتوشاپ. کله چې په انځور کې تغیرات راغلل نو له هغې وروسته د پاڼې په پورته برخه کې په فایل باندې کلیک وکړئ هلته بیا په سېو فور وېب باندې کلیک وکړئ وروسته تاسې د جي پي جي برخه وګوړئ نو یو معمولي انځور به هلته ذخیره شوی وي.

    د ويډویي محتوا منځته راوړل

    کلونه مخکې د دې امکانات نه وو چې تاسې یوه ويډویي محتوا منځته راوړئ خو نن نړس پرمختګ کړی ویډویي محتوا هم منځته راغلې موږ د دې له لارې کولی شو چې خپل سایټ ډېر پیريدونکي پیدا کړو. په دې برخه کې موږ د اهنګ، ژبې او نورو ګڼو افکټونو څخه ګټه اخستلی شو دا زموږ سره په دې کې مرسته کوي چې ډېر مخاطبین جذب کړو. بل خوا ګوګل هم دا نه هېروي چې موږ په ویډیو باندې دومره زحمت تېر کړی دا کار ګوګل زموږ د سایټ لپاره یوه غوره سئو ورکوي.

    خاصې ویډیو وټاکۍ

    د انځور په ډول موږ باید خاصې ویډیو په سايټ کې خپرې کړو دا کار زموږ د سایټ د پرمختګ سبب ګرځي، نو د موضوع اړوند ویډیو باید خپرې کړو قناعت بخشه صحنې ولري تر څو پیریدونکی جذب کړي.

    د MP4فارمټ څخه ګټه واخلئ

    په ويډیو کې موږ باید له امبي فور فارمټ څخه ګټه واخلو، تر څو د سایټ په پاڼه کې کارکوونکو ته ستونزه جوړه نه کړي او په اسانۍ سره یې خلاصه کړي، د انځور په شکل دا نه وړه کېږي هلته موږ له آلت څځه ګټه اخیستله او انځور مو وړوکی کولو. موږ باید ويډیو د متن ترڅنګ راوړو او په ټولنیزو شبکو کې یې نشر کړو، دا خبره مو په یاد وي چې ګوګل ستاسې ویډیو له صفر نه تر اخره ګوري نو ډېر دقت وکړئ په دې کار کې.

    د غږیزې محتوا منځته راوړل

    غږیزه محتوا هغه پادکست دی چې د انټرنټ له لارې د ټولو خلکو غوږو ته رسېږي، دا مو په یاد کې وي چې ډېری خلک د مطالعې خوشبین نه دي او له بل پلوه دوی دومره انټرنټ ته لاس رسی نه لري چې ويډیو دې وګوري. په دې وخت کې غږیزه ویډیو ډېره ښه کار ورکوی. له هندزفری څخه په ګټه اخیستنې سره دوی کولی شي چې هر چېرته له دې څخه ګټه واخلي، دا کار د هغو خلکو لپاره د ګټې وړ دی چې هغو یمطالعې او ویډیو کتلو ته ډېر وخت نه لري، که تاسې دا خلک درک کړل نو ګوګل هم تاسې بې برخې نه پرېږدي.

    دوه مهم ټکي دي چې باید د محتوا په جوړولو کې رعایت شي هغه دا دي:

    URL لېنک

    دا هغه لېنک دی چې تاسې خپله محتوا په کې نشر کوئ، که تاسې په فارسي ژبه باندې محتوا خپروئ نو باید کودونه یې تبدیل کړئ، غوره دا ده چې تاسې له انګلسي څخه ګټه واخلئ ، دا په یاد ولرئ چې یو آر ال هر څومره کوچنی وي هومره غوره دی.

    د متا تشریح

    ستاسې تشریح بیاد له کلیدي کلمو څخه ډکه وي، د دې د پېژڼدلو لپاره د ګوګل څخه ګټه واخلئ، د دې متا وزن باید ۱۵۰یا ی۶۰ کاراکتره وي. تاسې باید د متا په پیل کې کلیدي کلمات وکاروئ. د متت تشریح د متاتګونو یوه برخه ده.

    محتوا پاچا ده

    که تاسې د سئو په پلټنه کې کتلې وي نو هلته یوه برخه ده په نامه د کانټنټ اېز کېنګ حتمآ به مو لیدلې وي، که تاسې هر څومره ښه محتوا تولید کړئ نو سئو کې به تاسې سره ښه کار وکړي، له دې څخه مخکې چې تاسې محتوا تولید کړئ نو باید خپله پیریدونکی وپېژنۍ ، د هغو غوښتنو ته رسیدګي وګړئ ځان داسې وګڼئ چې یو پیریدونکی یاستئ. که تاسې له یوې کلیدي کلمې څخه په څو مقالو کې ګټه پورته کړئ نو ستاسې سایټ ته به یو جدي زنګ د خطر درکړي ، نو تاسې باید د دې په کوښښ کې شئ چې د متني محتوا په برخه کې د مختلفو حوزو او کلیدي کلمو څخه ګټه واخلئ.

    کورنۍ سئو