امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

     

    د ورډ پرېس پر مخ پلاګين.

     

    لکه څرنګه چې پوهېږئ، ورډ پرېس د منځپانګې د مدیریت يو غوره سیستم دی چې، په واسطه ېې په ډېر ښه ډول خپل سايټ کې منځپانګه مدیریت کولای شئ.

     

    ورډ پرېس د کار له پاره ډېر ښه او آسانه محیط دی، همدا لامل دی چې ډېری خلک ورڅخه استفاده کوي.

    ورډ پرېس هم لکه ډېری نورې نهمې برنامې د امکاناتو د زياتولو او ارتقاء موندلو له پاره پلاګينونو ته اړتيا لري.

     

    پلاګين په ورډ پرېس کې اصلن په فشرده ډِم يا قالب کې هغه فايلونه دي چې، په خپل مینځ کې څو PHP فايلونه لري.

     

    کله چې دغه فايلونه نصب شي د څو ثانيو په موده کې د سايټ امکاناتو کې زياتوالی راځي.

    اوسمهال د ورډ پرېس له پاره زرګونه پلاګينونه موجود دي او خلک کولای شي چې هغه ډاونلوډ يا هم راښکته کړي او د خپل سايټ د ارتقاء، غوره مدیریت او د ليدونکو زياتونو له پاره ترې استفاده وکړي.

     

    د ځينو پلاګينونو استفادې په بدل کې بايد پیسې ورکړل شي او ځينې نور ېې بیا په وړيا توګه موجود دي.

    مونږ نشو کولی چې ځينې پلاګينونه ډېر ښه او عالي ياد کړو ځکه پلاګين ځانګړي عملکردونه او خاص امکانات ستاسې په واک کې درکوي.

    همدا وجه ده چې، تاسې خپله د خپل ضرورت وړ پلاګين ټاکئ.

     

    نکته! البته د پلاګينونو له مجموعی څخه مسلمآ مشهور او له نورو ډېر پېژندل شوي اوډېر د کاروونکو له خوا کارول کېږي.