امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

    ورډ پرېس څه ته وايي؟ د-ورډ-پرېس-په-واسطه-وېبسایټ-جوړول

    د ورډپرېس په واسطه د وېبسایټ جوړول.

    تر اوسه په میلونو وېبسایټونه د ورډ پرېس په واسطه جوړ شوي دي، پر ورډ پرېس باندې د وېبسایټ جوړول دومره ستوونزمن کار نه دی،

    تاسې کولی شئ په اسانۍ سره په خپل کور کې د ځان لپاره وېبسایټ جوړ کړئ او څارنه یې وکړئ.

    په دې مقاله کې هغه څه وړاندې کېږي،چې په کور کې د وېبسایټ جوړولو لپاره اړین دي.

    د ورډ پرېس په واسطه د وېبسایټ جوړول.

    دغه شیان مو په دې مقاله کې په لنډیز سره بیان کړي:

    1 ورډ پرېس څه ته وايي؟
    2 د ورډ پرېس په واسطه د وېبسایټ جوړولو لپاره د ځانګړي ډومېن ټاکنه.
    3 د ورډ پرېس په واسطه د وېبسایټ جوړولو لپاره د غوره هاسټ ټاکنه.

    ورډ پرېس څه ته وايي؟

    ورډ پرېس یو رایګان، خلاص متنی او وېبسایټ جوړونکی سیستم دی، چې ښکلې برخې لري؛ لکه د کار برابرول… .

    د ورډ پرېس په واسطه د وېبسایټ جوړول دومره ستونزمن او سخته کار نه دی موږ ټول باید د ورډ پرېس په ذریعه د وېبسایټ جوړولو له چارو ځانونه خبر کړو.

    که چېرته غواړئ چې ورډ پرېس لا ډېر وپېژنۍ نو لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ.

    د ورډپرېس په واسطه د وېبسایټ جوړولو لپاره د ځانګړي ډومېن ټاکل.

    د کار تر ټولو مهم ترینه برخه د ورډ پرېس په واسطه د ځانګړي ډومېن ټاکنه ده.تاسې باید د ځانګړي ډومېن ټاکلو لپاره ځینې اړین ټکي

    په یاد ولرئ تر څو تاسې وکولی شئ، چې د خپل د وېبسایټ لپاره تر ټولو ښه ډومېن وټاکئ، چې هغه ټکي عبارت دي:

    هغه ډومېن چې تاسې یې د وېبسایټ لپاره ټاکئ ډېر کوښښ وکړئ، چې ډېر اوږد نه وي.
    د هغه ډومېن نوم مو په بیړه ذهن کې ذخیره شي.
    د ډومېن په ټاکلو کې کوښښ وکړئ چې د لوبغاړو او شمېرو څخه ګټه پورته نه کړئ.
    په ډومېن ټاکنه کې د مهمو او هغو کلمو څخه ګټه پورته کړئ چې ستاسې د کار له چوکاټه بهر نه وي.

    هغه کلمې ډېرې وکاروئ چې د خلکو په ذهنو کې یې ځای نیولی وي.
    متشابې کلمې وټاکئ؛لکه: Gushi, Goushi او داسې نورې. که چېرته مو هېڅ ډومېن ذهن ته نه راته نو

    د Name Mesh له وېبسایټ څخه هم ګټه پورته کولی شئ.

    تاسې کولی شئ، چې د خپل د ذهن کلمه لټون ته ورکړئ کله مو چې کلمه لټون ته ورکړه نو تاسې ته به ډېر ډومېنونه راواړوي

    له هغې وروسته چې تاسې کوم ډومېن ټاکه په ټاکنه کې خپل سري یاستئ.
    د Namemesh او ورډ پرېس په واسطه د وېبسایټ جوړول

    د وېبسایت جوړولو لپاره د غوره هاسټ ټاکل

    لکه څنګه چې موږ پوهېږو چې هاسټ هغه څه دي، چې د هغې په واسطه وېبسایټ په کار اچول کېږي.
    موږ هاسټ ته اړتیا لرو تر څو وکولی شو، چې د ورډ پرېس په واسطه وېبسایټ جوړ کړو. موږ باید د خپل وېبسایټ لپاره تر ټولو غوره هاسټ وټاکو.

    ځکه ورډ پرېس خوندي کولو لپاره ښکلي هاسټ ته اړتیا لري، چې غوښتنې مو له یو مخې حل کړي، چې هغه غوښتنې په لاندې ډول دي:

    د PHP برخې هاسټ تر ۴، ۲ او ۵ پورته نه وي.
    د Mysql مرکز له ۱۵. ۰. ۵ څخه پورته نه وي.

    هاسټ د دوه مختلفو لارو(Cpanel, Direct) کنټرولېږي، چې دا دواړه د Admin په نامه یادېږي. دا دواړه په بڼه کې سره توپیر لري؛ خوپه کار کې سره ورته دي.

    که چېرته د هاسټ او د ورډ پرېس په واسطه د وېبسایټ جوړولو اړوند موادو ته اړتیا لرئ نو لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ.

    نوشته‌های تازه

    آخرین دیدگاه‌ها

      نوشته‌های تازه