امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

    یوه لاره ده چې موږ باید هغه په پام کې ونیسو هغه کورنی سئو ده. دا طریقه او لاره د پلټونکو موترونو او ګوګل لپاره د اهمیت وړ ده، هغه سايټونه چې پر دې طریقه کار وکولی شي نو هغو د پایلو په اخیستلو کې ډېر ښه چانس لري.

    په دې مقاله کې به موږ تاسې ته کورنی سئو او اغېزه کوونکي فاکتورونه ولولو.

    هره ستراتيژی پر دې ټینګار کوي چې باید سایټونه د ښو پایلو لاس ته راوړلو لپاره د پلټونکو موترونو کار اسانه کړي، هغه څوک که غواړي چې سایټ یې په اسانۍ او ساده ډول کار وکړي او خپل هدف ته ځان ورسوي، نو د دوی الګوریتمونه باید ګوګل ومني. هغه الګوریتمونه چې ستاسې سایټ بسته بندي کوي په دوه ډوله وېشل کېږي، بهرني سئو فاکتورونه او کورني سئو فاکتورونه. موږ په دې مقاله کې پر کورني سئو باندې بحث کوو.

    په کلي توګه سئو په دوه برخو وېشل کېږي کورنی او بهرنی. موږ د دې اړوند سئو څه شئ دی مقاله کې پر دې بحث کړی دی. کورنی سئو(On page) د کړنو هغې ټولګې ته وايي چې د وېب پر پاڼه ښې رتبې ته لاسرسی پیدا کوي او د څارند ترتیب والی یې د پلټونکو موټرو نه ډېر دی. دغه کړنې د محتوا په انتخاب یا ښه والي کې کره رول لوبوي. بل طرف بهرنی سئو د د لېنکونو په جوړولو او د بهرنیو سیګنالو په پیدا کولو کې مرسته ورسرسه کوي. د کلونو په تېریدو سره د بهرني سئو فاکتورونو ډېر تغیر کړی دی. موږ دې پایلې ته رسېږو چې څومره زر وي باید د بهرنۍ سئو د نویو فاکتورونو سره اشنا شو.

    د کورنۍ سئو فاکتورونه څه شئ دي؟

    د پلټونکو موترونو پر پایلو باندې د کورنۍ سئو فاکتورونو اغېزه لري او د انټرنیټي پاڼې پر اساس یې ټاکي. د بهرنۍ سئو برالۍ کولو لپاره لارې چارې لټوي. په دې مقاله کې مو د کورنۍ سئو فاکتورونه پر درې برخو وېشلي دی:

    ۱. سئوی تکنیکال

    ۲. سئوی محتوا

    ۳. تجربه کاربری

    سئوی تکنیکال:

    که څه هم د پلټونکو موترونو الګوریتمونو د کلونو په تېریدو سره تغیر کړی دی، خو اوس هم ځينې کسان نه شي کولی چې د وېب سایټ محتوا درک کړي او ویې ګوري. که پرې پوه نه شي نو بیا وايي چې دا ډېره پېچلې برخه ده او هغه نه لیدونکې ګڼي. د تکنیکال فاکتورنو په مراعتولو کې د سایټ پر رتبه باندې اغېزه کوي.
    هغه څینزونه چې موږ د بحث لاندې نیولي دي:
    ۱. تګ سرلیک
    ۲. د متا تشریح تګ
    ۳. کړنلاره
    ۴. هدینګ تګونه
    ۵. د سایټ نقشه
    ۶. د پاڼې ریدایرکت کول
    ۷. د سایټ لود سرعت

    د تګ سرلیک (Title Tag)

    د تګ سرلیک یو المانی Htmlدی. چې د پاڼې سرلیک څرګندوي، په کورنۍ سئو کې اړین فاکتور دی، چې د دې له لارې پلټونکي موترونه یوط کړنې ته متوجې کوي، چې په دغه انټرنیټي پاڼه کې د څه په اړه بحث شوی دی. لومړنی آیتمی دی چې د کارکوونکو توجو د پایلو په پلټلو ته جلبوی. دغه المانی په درې ځایونو کې د ګټې اخیستنې وړ دی. ټولنیزو شبکو کې، په یو څه مرورو کولو کې او د پلټلو موترونو پایلو کې .

    د تګ سرلیک په ټاکلو کې موږ باید دغه فاکتورونه په نظر کې ونیسو:

    • د کلیدي کلمو څخه ګټنه اخیستنه: له کلیدو کلمو څخه په سرلیک کې د کارولو دا ګټه ده، چې د پلټنو موترونو مو ډېر درک لري. څومره چې موږ ډېرې کلیدي کلمې ډېرې کاروو نو د کارکوونکو ډېره توجو د پایلو پلټلو ته رااوړي.

    • د سرلیک اوږد والی: په میانه یې ډول باید سرلیک ۶۰ــــــــ۵۰ کاراکتره وي، که یې چېرته په پایلو کې سرلیک نه منه نو سرلیک یې لنډ کړئ.

    • برندینګ: کله د برند نه په سرلیک کې د دې سبب کېږي، چې د کلیک بیه لوړه کړي ځکه هغه کسان چې برند پېژني نو د دې امکان شته چې ډېری کسان پر همدې کلېک وکړی.
    د متا تشریحي یا پیدا کولو تګ
    د تګ تشریح یا پیداکول هم د د سرلیک په شان المانیان کوي. چې د دې لنډه شرحه د پاڼې له محتوا څخه کېږي. دغه برخه د پایلو په پلټلو کې ښکاره کېږي. د سایټ بسته بندي، د تګ سرلیک ټاکل او د متا تشریح د ګوګل په پایلو کې نه حسابېږي، لکه څنګه چې کلیک پر بیه اغېز کوي نو همدا شان کولی شي چې په بسته بندۍ د پاڼې هم اغېزه وکړي.

    د متا تشریح یا پیداکولو د پېژندلو لپاره لاندې مواردو ته نظر وکړئ:

    • د پاڼې د محتوا سره یو شان وي: د متا تشریح باید د پاڼې د محتوا سره یو شان وي او د هغې لنډه تشریح وړاندې کړي، تاسې باید له دې لارې د کارکوونکو سره په اندازه معلومات شریک کړئ، تر څو هغوی په دې پوه شي چې دا انټرنیټی پاڼه د دوی په ګټه ده او د دوی پوښتنو ته ځواب ووایي.

    • د متا د تشریح یا پیدا کولو اوږدوالی: د متا د تشریح یا پیداکولو اوږد والی۱۵۰ــــــــ ۳۰۰کراکتره دی.
    کړنلاره یا جوړولURL
    URL د پایلو په پلټلو کې ښودل کېږي، کېدای شي دURL ښه جړونه د کلیک پر بیه اثر وکړي او د پلټونکو موترونو نه د ارزونې فاکتور په توه کار واخلي، له دې کړنو څخه یوه یې دا ده چې باید د توجو وړ وګرځي، کله چې موږ یو سایټ جوړوو نو باید د URLڅخه ډېره ګته واخل.
    URLد وبمستران هوشمند سایټونو په عیارولو او د پاڼې په چاپیر زده کړه کې زموږ سره مرسته کولی شي تر څو دا دواړه زده کړو.

    هدینګ تګونهH1_H2

    دا هم الماني هتمل دي، چې په پاڼو کې د تیترونو په ځانکړي کول یې دنده ده، اصلي تګ چېH1 دی یواځې د پاڼې په سرلیک کې ترې ګټه اخیستل کېږي او له نورو تګونو څخه د تیترونو په تعریف کې ګټه اخیستل کېږي. د دې ټولو نه په یوې پاڼه کې ګټه اخیستل اړین نه دي، که مو په متن کې ګټه ترې اخیسته نو په پوره دقت سره یې وکاروئ تر څو یې تعریفونه درنه ګډ نه شي.

    د بېلګې په ډول: که مو چېرته H3تګ تعریف کاوه نو باید په متن کې H2 تګ ولرئ.

    د سایت نقشه

    د سایت نقشه د XMLکودونو فایل دی، چې د پلټونکو موترونو سره مرسته کوي. او ستاسې وېب سایټ ښه درک کولی شي. بوباتو له دې نقشې څخه د لارې په تګ کې ګټه اخلي او ستاسې د سایټ د ایندکس کیدو چانس هم زیاتېږي.
    د پاڼو ریدایرکت کول
    د پاڼې نوم تغیرول یا لرې کول په یواری ډول منځته راځي. باید دقت وکړئ چې نوي لېنکونه نویو پتو ته ریدایرکت نه کړئ. کېدای شي چې ټول لېنکونه یوې پاڼې ته ورزیات کړئ او نوې پته ورکړئ، تر څو کارکوونکي رباتونه د ریدایرکت له لارې دې پاڼې ته خپله مقصد ورسوي.
    د لود سایټ سرعت
    د سئوی تکنیکال یوه بله اړینه برخه د لود پاڼې سرعت دی، د دې لپاره چې کورنی سئوی مو غښتلی وي نو دې ډې ټکي ته باید نظر وکړو ، کابری تجربې په برخه کې مو په دې اړوند بحث کړی دی.
    د کورنۍ سئو محتوا
    محتوا د یوې پاڼې ارزښت په یو ځای کې چې هلته د پایلو پلټون کېږي مشخصوي. د انټرنټي پآڼې محتوا هغه څه دي، چې ستاسې د کال لید لپاره ستاسې سايټ ته راځي، نو د دې لحاظه هغه د پلټون موترونو ته یوه ارزښتمنه برخه ده، یوه ښه محتوا د مهمو فاکتورنو څخه منځته راځي. د ښې او باکیفیته محتوا څخه زموږ مقصد څه شئ دی؟ ښه محتوا دوه ځانګړنې مشخصې لري اړتیا پیدا کوي او د لېنک قبلولو وړ وي. دغه وړاندې دی چې تاسې د محتوا تولید څه شئ دی مقاله مطالعه کړئ.
    • ښه محتوا اړتیا له منځه وړي: د ټولې نړۍ ماکېټونه، د اطلاعاتو په غوښتنه کې دي، ښه محتوا هغه محتوا ده چې ډېره غښتنه ولری او ښه ځوابونه ورکړي، دا محتوا کیدای شي چې د متن، انځور او ویډیو په بڼه وي. که چېرته یې غوښتنه له منځه یوړه او ښه ځواب یې وړاندې کړ نو ښه محتوا کیدلی شي.
    • ښه محتوا د لېنک قبلولو وړ وي: هغه محتوا چې لېنک قبلولو وړ نه وي هغه اس اي او ده، د ښې او بدې محتوا ترمنځ توپير نه شته دې. هغه محتوا چې په هغې کې کارکوونکي لېنک ورنه شي کړلی او د پلټنې موترونه رتبې ته ارزښت ورکړي په پایله کې دغه محتوا د څارنې جذب نه لري او سایټ ته په درد نه دوا کېږي. محتوا باید داسې وي چې هر څوک خپل پوښتنه پکې وپلټي او ځواب ورکړي او هغوی ته لار وښيي چې خپل هدف ته ورسېږي. محتوا باید د بسته بندۍ کار ونه کړي د پلټڼې کار هم وکړي.
    د محتوا د تولید لپاره موږ فورمول لرو:
    ۱. کلیدي کلمې روښانه کړئ
    ۲. تاسې څارنه وکړئ چې په کومو پاڼو کې کلیدي کلمې ښه ځای لری.
    ۳. د هغو پاڼو کیفي فاکتورونو پېژندنه
    ۴. د پاڼې له محتوا څخه ښه محتوا تولید کړئ
    په کلي  سره موږ نن د پلټنې موترونو د ښې بسته بندۍ او تکراري محتوا ته لاس رسی نه لرو دا غوره نه ده.

    د سئو په تولیدي محتوا کې دغه لاندې ماورد په نظر نیول اړین دي:

    ۱. د محتوا وزن
    ۲. ځانکړي کول د محتوا
    ۳. کلیدي کلمې
    ۴. د متن لوستل
    ۵. کورنۍ لېنک جوړونه
    ۶. له انکر تکست څخه ښه ګټه اخیستنه
    ۷. په یوې پاڼه کې د کورنیو لېنکونو چګالي کول
    ۸. د انځور انتخابول
    ۹. د انځور پر ځای د متن کېښودل

    د محتوا وزن

    د پخوانیو سئو له قوانینو څخه یو دا و چې په هغوی کې به د هرې کلیدي کلمې لپاره ځانګړې پاڼه انتخابیدله، تر څو ټول ېکلیدي کلمې د پایو په پاڼه کې شتون ولري. دا د دې لامل کیدله چې بې کیفیته محتوا ګانې تولید شي چې کارکوونکو ته د ارزښت وړ نه وي. په دې کلو کې ډېرو په ګډه یو مفهوم رسولو، په هغه وخت کې الګورتیمونه دومره پرمختللي نه وو، د کلمو ترمنځ یې رابطه نه شوه درک کولی، په ۲۰۱۱ کال کې د پاندا په نامه الګوریتمونه منځته راغلل چې د ګوګل په کتنه د سایټونو د محتوا په پېژندنه کې ښه کار ورکړ، د نویو قوانینو په درشل کې ډلییزه کلمې په یو ه په نظر کې نیولی شي. د دې پرځای چې څو پاڼې په کمزورې محتوا کې منځته راوړي، نو کولی شي چې یوه ښه پاڼه د محتوا نه ډکه او ټولو ته منلې پاڼه وړاندې کړي.

    ځانګړي کول د محتوا

    له ځانګړ ېمحتوا څخه موخه هغه محتوا ده چې په یوه سايټ کې نشر شوي وی نه په ټولو سایټونو کې، که چېرته غواړئ چې تکراری محتوا خپره نه کړئ نو د rel=canonicalڅخه ګټه واخلئ او خپله پاڼه روښانه وښایئ.
    د کليدي کلماتو چګالي
    ډېری خلک غلط فکر کوي که چېرته یوه کلیدي کلمه په یوه متن کې کارول شوي وي نو هغه پاڼه په اتوماتیک ډول هغه کلمه بسته بندي کوي. خو حقیقت بل ډول دی ګوګل کلیدي کلمو او د هغو اړوند څينزونو ته توجو کوي. محتوا او اړوند څیز یې باید ارزښت ولري. که چېرته غواړئ چې کارکوونکي مو محتوا با ارزښه وښيي نو باید کلیدي کلمې په متن کې وکاروئ او په طبیعي ډول یې په متن کې وکاروئ که داسې ونه کړئ نو ستاسې په متن به دیو ربات نوشته شوي متن ټاپه ولګول شي.
    د کلیدي کلماتو څخه په استفادې سره باید دغه لاندې موارد په نظر کې ونیسو:
    ۱ـــــ کلیدي کلمات مو وګورئ که یوشان کلمې په کې وې نو هغه ډلبندي کړئ هره ډله ستاسې په سایټ کې یوه پاڼه تشکلوي. دې ته اړتیا نه شته دې چې تاسې هرې یوې ته پآڼه جوړه کړئ.
    ۲ـــــــ د پلټلو پایلې د کلیدي کلمو لپاره په ډلییزه توګه وڅېړئ تر څو تاسې وپوهېږئ چې د هغې لپاره ښه موضوع او څنګه محتوا پیدا کړئ.
    ۳ـــــــ له ځان څخه پوښتنه وکړئ، چې څنګه محتوا پیدا کړو چې یوه فرد ته مختصه وي او د نورو محتواګانو سره متفاوته وي.
    د متن لوستل
    که چېرته تاسې د یوې موضوع په اړه ښه محتوا برابره کړه، متن مو بندښت ولري او ویې نه شي لوستلی، ستاسې مخاطبین دغه مطلب نه لولي او ستاسې سایټ پرېږدي، د هغه متن لپاره چې هر څوک یې خوښ کړي لاندې نکتې په پام کې ونیسئ:
    • د متن رنګ او اندازه: که چېرته د متن سایز کوچنی وي نو تاسې مطلب نه شئ اخیستلی، د پاڼې رنګ سره یې مقایسه کړئ او بیا یې وټاکئ یو ښه مناسب رنګ ورته وټاکئ.
    • په متن کې له تیاترو نه ګټه اخیستنه: متن په ډلو ووېشئ او هره ډله په یو تیاتر ونوموئ، که چېرته لوستونکي د کومې برخې سره مینه لري نو هغه تیاتر مطالعه کوي د وخت سپما یې هم کېږي او ښه مطلب هم ترې اخلي.
    • له بولټ څخه ګټه اخیستنه: کوم ځای چې بولټ وي نو لوستونکی هغه ځای ښه لولي او ښه مطلب ترې اخلي.
    • د څو رسانيو څخه ګټه اخیستنه: له دې لارې باید له انځورونو او ویډیوګانو څخه ګټه واخلئ.
    • په پاراګرافونو د متن وېشل: باید متن په غټو پاراګرافونو باندې ونه وېشو غټ پاراګرافونه د دې سبب ګرځي چې لسوتونکی له متن څخه زړه تورن شي او زموږ سایټ ترک کړي.
    کورنۍ لېنک ورکونه
    کورنۍ لېنک ورکونه د کورني سئو یو له مهمو فاکتورونو څخه شمېرل کېږي، ځکه که چېرته کورني لېنکونه په وېب سایټ کې ښه کړنکلا ره ولري. ژوندی روباتونه د پلټنې موترونه او د وېب سیایټ پاڼې په تېزۍ سره برسي کوي، که چېرته تاسې کوم بل وېب سیايټ ته لېنک ورکوي نو تاسې باید مطمئین شئ چې روباتونه ستاسې د وېبیاست ټولو برخو ته لاس رسی لري. نورو پاڼو ته اعتبار پیدا کوئ په اسانۍ سره د پاڼو ترمنځ انتقال ترسره کېږي.
    له انکر تکست څخه ښه ګټه اخیستنه
    انکر تکست د لیدنې وړ بخش دی چې کارکوونکي پر هغې باندې کلیک کوي، د پلټنې موترونه دې متن ته متوجې کېږي چې پاه یې په کوم موضوع کارکوي. د بېلګې په ډول: که چېرته انکرتکس یو زده کړيز سئو وي، په دې وخت کې د پلټنې موترونه باید دې ته متوجې شي چې په صفحې ته ورکړل شوی لېنک د هغه چا دی چې هغه سئو زده کوي. دا نکته موږ دې ته اړکوي چې موږ انکرتکست په ښه توګه تعریف کړ .
    په یوې پآڼه کې د کورنیو لېنکونو چګالي
    که هر څومره لېنکونه ورکړو نو زموږ وېب سایټ ته هېڅ تاوان نه رسوي. خو د ګوګل په ارزونه کې ښه کړنه ده، که چېر ته د یوې پاڼې لېنکونه ډېر وي نو نورو پاڼو ته یې اعتبار کمېږي. هغه وخت لېنکونه ورکړئ چې اړتیا یې وه که یې اړتیا نه وه لېنک مه ورکوئ .
    د انځورونو ټاکنه
    د ډېرو انځوروون ټاکنه د انټرنت پانه له سرعت څخه غورځوي. تر انځورونو د کوچني کولو لپاره تر ټولو ښه لار د ابزارونو استعمال دی.
    د انټر نټ پاڼې لپاره کوم فارمتونه مناسب دي؟
    • که غواړئ چې انځور د انېمېشن په ډول وښودل شي نو له GIFفارمت څخه ګټه واخلئ.
    • که چېرته نه غواړې چې انځور دې په لوړ کیفیت وښودل شي نو د JPEGفارمټ څخه ګټه واخلئ.
    • که چېرته اړتیا وي چې انځور دې په ښه کیفیت وښودل شي نو دPNGفارمت څخه ګټه واخلئ.

    د انځور پر ځای د متن کېښودل
    که چېرته انځور خلاص نه شو، هغه متن چې په آلت کې ذخیره دی د انځور پر ځای کېږده، له دې وروسته باید وګورې چې دغه انځور د کومې موضوع په باره کې دی، د پلټنې موترونو د دې انځور د درک پسې ډېره پلټنه کوي او روباتونه یې ورښیي، که څه هم د لیدی کلمو څخه په متن کې ګټه اخیستنه مهمه ده خو باید دقت وکړې چې په طبیعي ډول پر مخ لاړ شې.
    د UXکارونې تجربه
    د یو اېکس کارونې تجربه د User Experience مخفف دی، دا د دې په معنا دی چې تاسې څومره د خپل سایټ له کار نه راضي یاستئ ستاسې سايټ باید داسې وی چې کارکوونکي په راحتۍ سره هغه درک کړي، په پآڼو کې دې پلټنه وکړي او هر څه که غواړي نو پیدا دې کړي، ګوګل ستاسې د سایټ کارکوونکي تر پلټنې لاندې نیسي او د هغو کار ارزیابي کوي.

    د UXفاکتورنو له نظره خپل سایټ د څېړلو لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
    ۱. د تلېفون په واسطه د ریسپانسیو جوړول.
    ۲. د سایټ د پاڼې سرعت خلاصول.
    ۳. د سایټ د کړنلارې ټاکنه.
    د تلېفون په واسطه د ریسپانسیو جوړول
    ورځ تر بلې د هغو کسانو شمېر زیاتېږي چې هغوی په خپلو مبایلو نو کې سایټونه کاروي.نو له همدې وجې د سایټونو جوړونه یا ټاکنه په تلېفون کې د اهمیت وړ کار دی، که غواړئ چې په موبایل کې مو سایټ کار وکړي نو د موبایل فرنډلي ګوګل څخه ګټه واخلئ.
    د سایټ پاڼې سرعت خلاصول
    د سرعت خلاصول یو د مهمو فاکتورونو څخه دی، ځکه تحقیقاتو دا ښودلې ده چې په یوې ثانیه سرعت کې ۱۱سلنه کتونکي له لاسه ورکوي. که سرعت ډېر وي نو روباتونه په اسانۍ سره د پلټنې ماشینونه په کار اچولی شي، د سایت په سرعت کې د جي ټي میتریکس مینو څخه ګټه واخلو .
    د سایټ د کړنکلارې ټاکنه
    سایټ باید هغه ډول جوړ شي چې په اسانۍ سره پلټنه وکړي او مطالب پیدا کړي باید په درې کلیکو کې د خوښې مطلب پیدا کړي،یوه بله لار چې چې د سایټ په کړنلاره کې زموږ سره مرسته کوي هغه د لېنکونونه ګټه اخیستنه ده او برابرول د مقالو دي. په دې کار سره به تاسې خپله هدف ته زر ورسېږئ.
    همدا اوس د سایټ کورنۍ سئو کم کړئ
    لکه څنګه چې موږ مخکې وویل کورنۍ سئو د کړنو هغه ټولګې ته وايي چې د محتوا په ټاکنه او کدګزارۍ سبب ګرځي د وېپ پاڼې په لیکه د پلټې موترونه د کمبود سبب ګرځي، په دې مقاله کې د کورنۍ سئو مهم معیارونه یا اصول په درې برخو وېشو: د تکنیکال فاکتورونه، ښه محتوا د کړنې تجربه.

    Photo by George Morina from Pexels

    بهرنۍ سئو