امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

    څنګه مناسبې کلیدي کلمې پیدا کړو؟د محتوا په تولید کې چې موږ باید هغو ته پام وکړو هغه د مناسبو کلیدي کلمو پیدا کول دي، کلیدي کلمې هغه کلیمې دي چې د هغو په واسطه زموږ د سایټ لیدونکي په ګوګل کې د پایلو په پلټلو کې ډېرېږي. لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، چې د ګوګل نه شه امتیاز واخلئ، نو تاسې باید ښه محتوا نشر او د سئو قوانین مراعت کړئ، دا کار د دې لامل ګرځي چې ګوګل ستاسې سایټ د پلټونکو لاس ته ورکړي. امکان لري چې تاسې ته سوال پیدا شي، چې د مناسبو کلیدو کلمو پيدا کول زموږ سایټ ته څه ورکوي؟

    د دې پوښتنې په ځواب کې وایو:

    د کلیدي کلمو پیدا کول د د دی سبب ګرځي، چې محتوا مو په اسانۍ سره پیدا شي او د سایټ لیدونکي مو ډېر شي. د کلیدي کلمو پیدا کول په انلاین بازار کې مثبت تاثیر لری،. د کلیدي کلمو پيدا کول د سئو په برخه کې ښه موارد دی، چې هغې ته موږ توجو ولرو، اوس چې د کلیدي کلمو د اهمیت سره بلد شولئ، نو اړینه ده چې د کلیدي کلمو پیداکولو زده کړه په لومړي سر کې وڅېړو.

    د کلیدي کلمو لپاره ۷ ابزارونه

    لومړنی کار چې سئو د هغې سره سرو کار لري هغه د کلیدي کلمو پیدا کول دي، د دې ابزارونو په کارولو سره به د محتوا ارزښت لوړ کړي ګوګل به تاسې ته لومړی مقام درکړي، نو تاسې ته مو دا وړاندیز دی چې تر پایه پورې دا مقاله ولوئ.

    د ګوګل وړاندیز

    ګوګل تل د دې په هڅه کې دی چې کارکوونکو ته ښې پایلې په لاس ورکړي، هغه پآنې چې کارکوونکي اړتیا له منځه وړي هغوی ته هدیات وکړی، په پلټنه کې د کلیدي کلمو ټایپ کول تاسې ته د ګوګل وړاندیزونه وړاندې کړي. د عبارتونو په لیدو سره د ګوګل په برخه کې، تاسې باید پوه شئ چې لیدونکي دغه عبارت په ګوګل کې ډېر پلټي. د کلیدي کلمو څخه مو موخه د ګوګل وړاندیز کول دي، چې کار کوونکی د خپله خوښې پلټنې ته ته ورسوي. د ګوګل د وړاندیزونو برخه په هغه وخت کې ده چې تاسې کلیدي کلمه په ګوګل کې وپلټئ، وروسته تاسې ته یو لېست خلاصېږي، چې په هغې کې لس کلیدي کلمې چې ستاسې خوښې وي ګوګل تاسې ته درښيي. د اصلي کلیدي کلمو پیدا کول د تبلیغ لپاره PPCته مراجعه وکړئ.

    Relaeted searches Google

    د کلیدي کلمې لپاره یوه مناسبه او اسانه لار د Relaeted searches Google ده. کله مو چې کلمه ټایپ کړه نو له هغې وروسته د انټر بټن کېکاږئ، د هغې وروسته تاسې ته ۸ کلیدي کلمې راځي کومه یوه چې مو خوښه شوه او ستاسې اړتیا وه ورته نو کلېک پرې وکړئ.

    Google keyword planner

    دغه ابزار د کلیدي کلمو په پیداکولو کې تاسې سره د یو لارښود په پنه پاتې کیدلی شي، د هغه ابزار دی چې د دې په واسطه تاسې دې ته متجې کېږئ کومه کلیمې د لیدونکو د خوښې وړ دي او دا نظریه ورکوي چې کومه کلیمه غوره کړې. د your productor serviceپه برخه کې چې مو څومره کلمې ټایپ کړې وي پیدا کړئ، وروسته د git ideasباندې کلېک وکړئ، تاسې ته به دا دروښيي چې دغه کلمه څومره سایټو کلیدي کلمه نیولې ده، همدارنګه د کلیدي کلمو د اړتیا په وخت کې ښه کلیدي کلمه وټاکئ، دوه میاشتې مخکې چې چا دغه کلمه ټاکلې وي نو تاس یې درشيي؟

    په ګوګل کې د کلیدي کلمو څېړل

    Google trends

    دا هغه ابزار دی چې د دې په واسطه موسمي پلټنې وڅېړو. په دې تاسې ته دا ځای درښودل کېږي، چې تاسې ژبې او جغرافیوي سیمې وڅېړئ، چې تر اوسه پورې کارکوونکو کومه کلمې پلټلي او له کومو ګټه اخلي. د دې د ډېرو کارونو له امله د کلیدي کلمو په پیدا کولو کې د څو کلیدي کلو په مقایسه کولو سره به نغوته ورته وکړو. د کلیدي کلمو په برخه کې دوه ګوزینې شته TopاوRising چې موږ ته راښيي چې د کلمو په ټاکنه کې د پلټنې بر وخت زموږ په واک کې راکوي د ریسنګ په برخه کې موږ ته کلمې راښيي چې په څو اونیو کې ټرینډ شوي دي.

    Semrush

    دا ابزار د کلمو په پیدا کولو کې ډېر ښه رول لری. په دې برخه کې چې کوم خدمتونه زموږ په واک کې راکول کېږي، هغه د پیسو دي، کله مو چې په دې کې نوم لیکنه وکړه نو ۱۰ پلټنې به په وړیا ډول پیدا کړو، کولی شو د ډېرو اکونټو په جوړولو سره ډېر وړیا پلټونکي ولرو. د هېوادنو کې د کلیدي کلمو یا د هغې سره برابرې او د ښې محتوا ښودل چې له دې کلیدي کلمو څخه یې ګټه اخیستې ده د دې ابزار ګټه ده. اړینه ده چې دا ذکر کړو که چېرته یو سایټ څو ژبې ولري او غواړي چې د انګلسي ژبې څخه هم رتبه واخلي، کولی شي دغه ابزار د کلیدي کلمو په پیدا کولو کې ښه لور ولوبوي.

    Keywordtool.io

    Keywordtool.ioپه څو ځایونو کې کلیدي کلمات پیدا کوي، هغه سایټونه چې د فارسي ژبې پلوي کوي، کارکوونکی کولی شي، چې د فارسي یا پښتو په کارولو سره د خپله د اړتیا وړ کلیدي کلمو پیدا کولو ته لاس رسی ولري. دا یو وړیا او غښتلی ابزار دی، چې د کلیدي کلمو په پلټنه کې ډېر وخت نه نیسي، همدارنګه چې د کلیدي کلمو په بدلولو کې ډېر وخت نیسي خو رقیبان هم له منځه وړي.

    Kwfinder

    کولی شو چې ووایو د کلیدي کلمو پیدا کولو تر ټول غوره ابزار د ا دی چې د سایټ پورې مربوط دی. د یو کس پورې مربوط ځانګړنې دي چې د دې په واسطه څېړنه وکړو چې د کلیدي کلمې په سر باندې څنګه بڼه غوره کوي، کله چېرته د دواړو کلمو ترمنځ شمېرې شیئ او ۱۰۰ ته نږدې وي، که رقابت له دې څخه پورته وي نو رتبه اخیستل یې ستونزمن دي. دې ټکي ته مو پام وي که چېرته شمېره له ۴۵ څخه پورته وي، د تل پاتې پیالې به اخیستو لپاره به ډېر وخت او کوښښ وکړي، وړاندې تاسې ته وړاندیز کوم چې په نورو کلمو باندې څېړنه وکړئ.

    هغه لارې چې باید د کلیدي کلمو په پیدا کولو کې د سئو کارکوونکي پرې پوه شي.

    ټولنیزې شبکې

    ټولنیزې شبکې هغه شبکې دي چې د هغې له لارې موږ په اسانۍ سره کولی شو کلیدي کلمات پیدا کړو، په یوتیوب، اینستاګرام او توېتر کې چې کوم وړاندیزونه د پایلو اړوند شته دې باید لاس رسی ورته ولرو. په ټولنیزو شبکو کې ډېر کارکوونکي کار کوي، په اسانۍ سره کولی شي تاسې ته ړدروښييچ کومه کلمه ارزښت لري او کومه یې نه لري.

    انالېزونه

    امارګیرونه لکه د ګوګل انالیتیکس په واسطه لیدونکو ته د بیې تبدیلول، د هغو د کړنو لار او د ورودي کنالونو ښودل د سئو کارکوونکو په لاس کې ورکوي او د سایټ سئو په برخه کې مهم نقش لوبوي. د انالېزونو څخه په ګته اخیستنې سره د کلمو په منجر کول کې تاس ېته لارښوونه وکړي. د کلیدي کلمو پیدا کول په ګوګل کې چې ستاسې د کار دی، نو کولی شي تاسې ښو پایلو ته ورسوي، په دې وخت کې چې د کلمو په څېړلو کې ستاسې د سایټ بیه لوړه کړي.

    د تبیلغ د راپور چک کول

    کلیکي تبلېغونه چې د ګوګل له لارې انجامېږي کوی شي تاسې ته د کلیک بیه او ارجاع شوي عبارتونه وړاندې کړي، کوم معلومات چې د ګوګل اذر وړاندې کوي هغه عبارتونه دي چې کارکوونکی هغې ته ډېره پاملرنه لري او داښيي چې کلیدي کلمې لپاره کومه یوه غوره کړي.

    د پوښتنې او ځواب سایټونو څېړل

    ډېر داسې سایټونه شته دې چې په هغې کې کارکوونکي په پوښتنو او ځوابونو بوخت دي، کورني وېب سایټونه؛لکه: د ني ني سايټ او بهرني سایټونه؛لکه: اسک، یاهو او انسوړ سایټونه. دا داسې سایټونه دي چې لومړی پوښتنه کوي او بیا یې ځواب وايي. کوی شي ښې پوښتنې وړاندې کړي چې په زړه پورې او جذابې وي. هغه ځانګړنه چې دا سایټونه لري هغه دا ده: لوی عبارتونه پیدا کړئ چې د هغوی ترمنځ رقابت اسانه وي دا کړنه به له تاسې سره په رتبه اخیستنه کې مرسته وکړي. باید دې ټکي ته مو پام وي، کومې پوښتنې چې دلته وړاندې کېږي، ښې نه دي او تاسې نه شئ کولی چې ټولو ته ځوابونه پیدا کړئ. تاسې باید کلیدي کلمې پیدا کړئ او ویې څېړئ.

    ویکیپډیا ته نظر

    د ازادې زده کړې لپاره لوی زده کړنځای ویکو پیډیا ده، دا د انټرنټ کارکوونکو لپاره یوه رسمي او پېژندلې مرجع ده. لیکونکي او د پرمختګ غړي دې ته ډېر پام وکړي، چې د ګوګل په ښو پایلو کې حسابېږي. د کلیدي کلمو په پیدا کولو کې چې د ويکو پیډیا به مقالو کې کارول کېږي هغوی له تاسې سره ښه مرسته کولی شي. همدارنګه د هرې مقالې په پایله کې د جاستار په نامه یو ځای دی چې اړونده پاڼې ورښيي او د هغې له لارې کولی شئ چې یوشان کلمې پیدا کړئ.

    وروستۍ خبرې

    لکه څنګه چې مو مخکې وویل د کلیدي کلمو پیدا کول د سئو له اړخه ګوګل ته د اهمیت وړ کار دی، څنګه کولی شي چې کلیدي کلمې پیدا کړي؟ دا هغه پوښتنې دي چې سئو کاران وسره مخ کېږي. موږ په دې مقاله کې د کلیدي کلمو په پیدا کولو او د هغوی د ځينو ابزارونو په پېژندنه کې د تاسې سه مرسته وکړه. په پای کې د څو ابزارونو څخه ګټه اخیستل او  پایلو څېړل په یوه وخت کې ستاسې سره د کلیدي کلمو په پیدا کولو کې مرسته کوي.