امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

    د سایټ پر سئو باندې د اغېزې ډېر لاملونه شته،

    یوه پوښتنه چې تل منځته راځي دا ده چې د هاست کیفیت د سایټ پر سئو باندې اغېزه کوي، په دې مقاله کې زموږ سره پاتې شئ تر څو موږ د هاست اغېزه پر سئو باندې وڅېړو.

    په عمومي ډول کله چې موږ یو کار په انلاین ډول په یو وېب سایټ کې پیلوو نو هغه رېښتینو ګاکونو ته اړتیا پيدا کوي، د ګاکونو د جذب لپاره بېلا بېلې لارې شته دې، چې یوه له هغوی څخه دا ده د پلټنو موترونو په واسطه کار دی چې هم کم لګښت لري او په اسانۍ سره هاستونه په کار اچول کېږي، یو سایټ هغه وخت د نورو سایټونو سره رقابت یا مقابله کولی شي چې د هغه وضعیت مطلوب حالت کې وي، هاستونه د سایټ لاندې جوړوونکو دنده پر مخ وړي، نو غواړم چې دلته د سرور او هاست اغېزه پر سئو باندې وڅېړو. هغه کسان چې د سئو سره بلدتیا نه لري نو هغوی ته مو دا وړاندیز دی چې سئو څه ته وایي مقاله مطالعه کړي، په دې مقاله کې مو په مهمو عنوانونو بحث کړی دی، چې یو څوک یې مطالعه کړي نو لومړی ځل به یې وي چې د دې موادو سره مخ شوی وي.

    هاست څه ته وايي؟

    هاست د یو سایټ هوا ته وايي، دا به برابر وزن لري او یو هاست د اطلاعاتو، غږ، مرکز، متن او انځور څخه جوړ دی.. دا شیان په پهی و سایټ کې د سایټ په اندازه بدلون کوي، معلومات به د هاستېنګ له خوا خپرېږي، د کمپیوټر د سرور برخه تل بله یي، چې د دې دنده ۲۴ ساعته د اطلاعاتو شري کول وي.

    په ډېرو ځایونو کې سرور خپله هوا کوچنۍ کوي او هغه په ډېر کم مصرف سره د خلکو په لاس کې ورکوي، په دې حالت کې څو سایټونه د یوه سرور څخه کار کوي، اوس مو هاست وپېژنده نو په ډولونو به یې بحث وکړو، د وېب مهم ډولونه به وڅېړو.

    د هاستونو بسته بندي

    موږ کولی شو، چې هاست په شپږ فاکتورونو باندې ووېشو، لکه: د عامل سیستم، ځای، کنترول پنل، د محتوا مدیریت او سروېس موږ به هر یو په جلا ډول وڅېړو.

    د عامل سیسټم په واسطه د سایټونو بسته بندي

    د هاستونو بسته بندي کول د عامل سیسټم په واسطه ده، د هاست عامل سیستم په لینوکس کې دی، دا هاستونه د هغو سایټونو لپاره ښه دي چې د برنامو په ژبه نوشته شوې وي، ډېری هغه سیستمونه چې د ورډ پرېس محتوا، جوملا او دروپال په بر کې نیسي د پي اچ پي له ژبې څخه ګټه اخلي، هاست د ویندوز یو ډول دی چې په هغې کې د عامل سیسټم سرور د سرور یو ډول دی. دغه سایټ د سایټونو منځته راوړیونکی دی، چې د هغوی د لیکنې ژبه اې اس پي ده او دېتابېس یې اس کیو او ال دی. د عامل سیستم په واسطه د هاست بسته بندي عبارت ده:

    • لیونکس هاست
    • ویندوز هاست

    د کنترول پنل په واسطه د هاستونو بسته بندي

    د کنترول پنل په واسطه موږ د هاست سره اړیکه ټینګوو، همدارنګه موږ د هاست په واسطه کنترول پنل بسته بندي کوو، چې هغه بسته بندي عبارت دي:

    • د سي پنل هاست

    • د دایرکت ادمین هاست

    • د پلسک هاست

    دا درې واړه د انټرنټ د نظر لاندې دي، سي پنل او ادمین د سروېس په مخ او لینوکس لاندې د سروېس دي.

    د محتوا د مدیرت پر واسطه د هاست بسته بندي

    یوه بله برخه چې موږ پر هغې هاستونه بسته بندي کوو، هغه د محتوا مدیرت دی، چې د هغې بسته بندي په لاندې ډول ده.

    • د ورډ پرېس هاست

    • د جوملا هاست

    • د پرستا شاپ هاست

    دا ټول ځانته ځانګړي اصول لری، لکه: ورډ پرېس چې د مدیریت محتوا لپاره ښه سیستم دي او ډېره لوړه کچه لري، دا د ارزښت وړ خبره ده چې دا په هاست کې فعالیت کوي د دې پایه په لینوکس باندې بار ده او ورډ پرېس لپاره ټاکل شوې، د بېلګې په ډول: وړاندیز کول او په پام کې نیول د سرور یوه برخه ده.

    د ځای پر اساس بسته بندي کول

    پر دې اساس د هاستونو بسته بندي کول بېل بحث دی، چې ځينې برخې یې دا دی:

    • د ایران هاست

    • د المان هاست

    • د فرانسې هاست

    دا بسته بندي د سرور په واسطه شوې، د کومو هاستونو سرور چې په هېواد کې وي ایرانی او د کومو چې بهر وي د هغوی المانی او فرانسوی دی. د سرور ځای پر سایټ باندې اغېزه کوي، که چېرته د کارکوونکو او انټرنټ ترمنځ واټن لږ وي د دادې سرعت او د پاڼې سرعت ډېرېږي، اوس به د دې اړوند ووایم چې ایرانی هاست ښه دی که بهرنی، که هره هاست زموږ لپاره ښه وړاندیزونه او ګټه ولرله نو هغه زموږ لپاره غوره دی.

    که چېرته غواړو چې موږ د بهرني او کورني هاست اغېزه پر سئو باندې وڅېړو:

    • بهرني هاستونه د شبکې او روباتونو سره نږدې اړیکه لري.
    • ایراني هاستونه که چېرته سرور ته نږدې وي نو په داخل د هېواد کې یې سرعت ډېر وي، که چېرته یو سایټ د امنیت له لحاظه په امن کې نه وي نو هغه دې ایرانی هاست وکاروي.

    Cdnپه سئو اغېزه کوي؟

    هره شبکه چې د محتوا د لېږ لپاره انتخاب شوې وي، هغې ته د لېږد شکبه یا سنډ وايي، دا د کانټنټ ډلیوري نېټورک مخفف دی، دلته پوښتنه راولاړېږي چې دا د څه شي لپاره ټاکل کېږي؟

    دا د دې لپاره کارول کېږي چې د معلوماتو لېږد سرعت ډېر کړي، د دې ډېر ډولونه په نړۍ کې شته دې، چې ځای له وجې نوې کېږي.له نږدې سرور نه معلومات کارکوونکي ته ورکوي. تر څو وکلوی شي چې په ډېر سرعت سره او لږ وخت کې معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي.

    د جوړونې په لحاظ بسته بندي

    دا یو بل ډول دی چې هاست پرې بسته بندي کېږي. ځینې برخې یې عبارت دي:

    • حرفه یي هاست

    • ارزانه هاست

    • ابري هاست

    ارزانه هاست هغه هاست دی چې لږ کلک افزار او ل نرم افزار مصرفوي، غښتلی سرور نه لري. ابري هاست هغه هاست دی چې په یو وخت کې څو سروره کار په کې کولی شي.

    د سرويس ډولونو په واسطه د هاست بسته بندي

    د سرویس له وجې هاستونه په دوه ډوله وېشل شوي:

    • ګډ هاست
    • د شرکت په ځای کې هاست

    ګډ هاست یوه اقتصادي لاره د هاست اخیستلو لپاره لري، په دې ډول سرویس کې په ځانګړو کارکوونکو لپاره هاستونه منځته راوړیږ چې هر یو له هغوی څخه سایټ ته لاس رسی لري. په ځای د شرکت کې هاست دا دی چې پیرونکی د سرور مالک وي.

    پر سئو د هاست اغېزه

    د سایټ سئو په بسته بندۍ هاست اغېزه لري؟ د دې پوشتنې لپاره تاسې خپله ځان ښوریدونکی روبات وګڼۍ دا ښوریدونکی خزنده په ورخ کې میلونونه وېب سایټونه او د هغوی پاڼې د خپله له نظره تېروي او د انسان په شان کړنه تر سره کوي تر څو چې پاڼه لوډ شوې ه وی نه یې پرېږدی، هغه الګوریتمونه چې په ګوګل کې شته دې هغه برسي کوي. ډېری خلک ګوګل ته دا حق ورکوي چې د سایټ سرعت یې لوړ شي ځکه که لوړ نه شي نو خلاصول په بیړې نه شي کولی او په رتبه بندۍ کې منفي تاثیر غورځوي.

    هاست په وېب سایټ باندې په مستقیم ډول اغېزه نه کوي په ورو ورو خپله اغېزه پر سئو باندې څرګندوي.

    د هاست په کیفیت د فاکتورون اغېزه

    د سایټ په کیفیت کې ځينې عوامل اړین دي، چې هغه باید وڅېړو، په واقعیت کې فاکتورونو د هاست د نظر لاندې فعالیت کوي، چې هر یو به یې په جلا توګه وڅېړو:

    ۱. لوړ سرعت

    ۲. لوړه پایداري

    ۳. لوړ امنیت

    ۴. د سایټ سره د هاست یو شان کول

    ۵. ډېره زر مرسته

    سرعت

    د یو سایټ تر ټولو مهمه برخه د هغه سرعت دی، ګوګل او د پلټنې موترو د لود سرعت څخه د فاکتور په ګټه پورته کړې، په ۲۰۱۰ کال کې ګوګل دا په ښکاره ډول وویل چې د لود سرعت په پاڼه کې د بتسه بندۍ کار پرمخ وړي، موږ د سایټ سرعت پر سئو باندې له دوه اړخه څېړو:

    • د پلټنې موترونو لپاره د سایټ سرعت: کله چې ښوریدونکی خزنده ستاسې سایټ ته داخلېږي، لومړنی عامل چې څېړي هغه د سایټ سرعت دی.
    • د سایټ لیدونکو لپاره د سایټ سرعت: کله چې کارکوونکی سایټ ته داخل شي، دا انتظار باسي چې په څو ثانیو کې پاڼه لوډ کړي، که داسې کار ونه شي، نو کارکوونکی پاڼه بندوي او د پایلو پلټنې پسې ځي، د سایټ د پاڼې بیه پورته ځي، ګوګل ستاسې له سایټ څخه دا نتیجه اخلي چې یا مو پاڼه کې ښه محتوا نه شته دې او یا مو د سایټ سرعت کم دي. دا ټکی مو پام کې وي، چې د سایټ سرعت د سايټ جوړولو پورې اړه لري، دا دواړه د سایټ سرعت معلوموي. د سایټ د برنانو، جوړول،د انځور وزن او د فعالو فکاکتورونو یو ځای کول.

    د هاست سرعت اغېزه په فاکتورونو

    د سایټ پر سرعت کې یو مهم فاکتور د سرور سرعت دی، د هغه مقالې اړوند چې په موز سایټ کې نشر شوې، په هغې کې فعاله شرکتونه د سئو حوزه وړاندې کوي، په بسته بندۍ د ګوګل کې لومړنی درخواست د سرعت ځواب ویل دي، د دې د لا ښه بحث لپاره د ماز مقاله مطالعه کړئ، د سرور سرعت ستاسې پر سایت باندې په مستقیم ډول اغېزه کوي.

    • د شبکې آپلېنک سرعت

    • د کانفیک له لارې د سرورو سرعت

    • د لوړ سرعت یو ځای کول د ټیټ سرعت د سرور سره

    • زر او ښه لاس ورکول

    د آپتایم لوړ پایدار

    یوه بله موضوع چې ګوګل یې د هاست له سترګو اخلي، هغه د هاست نه شتون یا ډوون کول دي، د شرکتو تر ټوله ښه کار د مهمو دنده پېژندنه ده، د آپتایم په توان کې د سرور اداره کول دي، دغه پارامترونه معمولآ په سلنې کار کوي او هره میاشت اندازه کېږي، که لچې ستاسې سایټپرې کېږي نو تاسې پوه شئ چې ستاسې د سایټ آپتایم کم دی، که آپتایم د سایټ مو پورته وي نو سایټ مو هېڅکله نه پرې کېږي.

    د سایټ او سرور آپتایمونه په خپل منځو کې توپیر لري، د سایټ آپتایم د سایټ په جوړولو او وضعیت معلومولو کې ښه ونډه لري، کله چې یو سایټ د لود کولو او محتوا نشرولو توان ونه لري نو تاسې پوه شئ چې ستاسې د سايټ آپتایم کم شوی دی، البته دا پارامتر سایټ سره تړلی دی، باید آپتایم نه نوي سلنه قبول وي، که له دې نه کم وي نو نه قبلېږي، کله چې دومره هم شي نو په میاشت کې به یو ځل پرې کېږي.

    لوړ امنیت

    د سایټ او سرور امنیت د اړینو شیانو څخه دي، تاسې باید تل د دې په هڅه کې یاستئ چې اړین فاکتورونه وپېژنۍ کوم چې ستاسې د سایټ لپاره کار کولی شي، د سایټ امنیت تر ټولو اړین دی که ستاسې سایټ امنیت ونه لري نو تاسې به ډېر شیان له سایټه ورک کړئ، تاسې باید د خپل د سایټ امنیت ۱۰۰ سلنه خپله تامین کړئ بل څوک نه شي کولی چې ستاسې د سایټ امنیت تامین کړي، که چېرته یو څوک د امنیت اړوند پوهه ولري او ستاسې سایټ ته داخل شي که ستاسې سایټ امنیت ولري هغه ستاسې له سایټ څخه څه شئ نه شي غلا کولی او ستاسې پر سایټ به یې ډېر باور راشي او تل به ستاسې له سایټ څخه شیان اخلي، د سایټ امنیت د هاست له امنیت څخه اړین دی، د هاست امنیت باید داسې وی چې هغې ته داخلیدل غیر ممکن وي، دا ډېر خطرناک کار دی چې ستاسې د هاست امنیت تامین نه وي دا ستاسې د سایټ له منځه وړلو یوه لاره هم ده، تاسې باید د خبله د سایت امنیت د هاستینک شرکت په واسطه تامین کړئ که ستاسې د سایټ امنیت د باور وړ وي نو رقیان سایټونه به مات کړئ.

    که غواړئ چې د سایټ امنیت مو تامین شي نو تاسې د اس اس ال نه ګټه واخلئ، دا برخه ستاسې د سایټ غوښتنې او معلوامات کود ګوذاري کوي، نو دا کار د دې لامل کېږي چې ستاسې د سایټ کحتوا تل ذخیره وي، اس اس ال د امنیت په تامین کې ډېره ښه ونډه لري، تر ټوله ښه کار یې د سایټ د معلوماتو ساتنه او ګوګل کې د ښه سایټ پېژنده ده.

    د سايټ یو ځای کول د هاست سره

    د ستونزو د له منځه وړلو او کار ډېرولو لپاره یو مهم کار فاکتورونو ته پام کول دي، ځکه چې هره هاست په بسته بندي او پیکربندۍ کې یو ځای والي ته اړ دی، که چې مو هاست اخیسته نو تاسې باید د هاست اړوند مطالعه وکړئ او د محتوا د مدیریت سیستم ښه وڅېړئ او هغه شایان په پام کې ونیسئ کوم چې د محتوا اړوند وي. په دې وروستیو کې د هاستینګ شرکت د ورډ پرېس او ووکاوس په نامه سروېسو نه منځته راوړل، کله مو چې سایټ د وخت او فن سره بلد نه وي نو که تاسې په یوار ډول بند کړ ډېرې ستونزې به منځته راوړي، چې دا کار به پر سایټ باندې منفي اغېزه وکړي.

    نو د دې کار لپاره چې سایټ مو خطرناک نه شي باید هغه هاست واخلو چې د محتوا مدیریت یې روغ وی او بّره سیستم کې کار وکړي، هغه شرکت هم باید وپېژنو چې موږ یې په سایټ کې مهم فاکتورونه انتخابوو.

    زر او ښه لاس ورکول

    د هاستنک شرکت په دې مؤظف دی تر څو په شپه او ورځ کې په هره اونۍ کې حتا د رخصتۍ په ورځو کې هم باید د سریسونو څخه لیدنه وکړي او خپلو پیرونکو ته ځواب ووايي، ځینې وخت شپه او ورځ سروېسونه نه څاري او دا کار د ځان لپاره مناسب نه ګني، که چېرته هره هاست ښه هم وي نو د هاستنګ شرکت لاس نیولو ته اړتیا لري، که هاست ستونزه ولري نو بیا ډېر زر یې حل کړي.

    د ای پی هاست په سئو کې د ارزښت وړ دی؟

    هاست تل د لوړ آپتایم، لوړ سرعت او امنیت د سایټ لپاره پرمخ وړي، باید هاست د خپل سرویسونه تل حمایه کړي، د دط پاراتر لپاره ټول شیان باید په کاغذ کې وښودل شي. دا مو په یاد وي چې تاسې د ګډ هاست نه ګټه اخلئ، که چېرته تاسې د ګډ هاست نه ګټه اخلئ نو ګوګل به ستاسې سایټ په تور لېست کې داخل کړي، که چېرته تاسې د آی پي هاست څخه ګټه اخلئ نو شرکت به تاسې ته ښه امتیازونه درکړي ځکه دا یو ډېر کارکوونکی او باوری هاست دی. کومه سایټونه چې ستاسې سره په یوه لار کار کوي نو هغه به د آی پي هاست په استفادې سره په تور لېست کې شامل شي.

    پر سئو د هاست اغېزه کمه مه ګنئ

    لکه څنګه چې مخکې وویل شول هاست او سرور د سایټ لپاره مهم او اړین دي، که چېرته په سایټ کط بط کیفیته هاست وکارول شي نو دا به سایټ ته ډېر زیانونه واړوي حتا تر دې پورې چې ستاسې پایلې به له منځه یوسي، د یو ښه هاست د ټاکلو لپاره باید دغه پنځه شیان وڅېړئ: سرعت، آپتایم، امنیت، یو ځای کول او لاس نیول.

    اوس چې تاسې د هاست په کیفیت او اهمیت پوه شوئ او اغېز ناک فاکتورونه هم پېژنئ، د خپله د هاست او سرور وضعیت وڅېړئ او خبله ځای وګورئ چې څنګه دي مناسب دی او که نه، تاسې باید د دې په لټه کې شئ چې د هاستونو ښه شرکتونه پیدا کړئ او له هغوی څخه هاستونه  واخلئ. تر څو ستاسې سایټ ښه کار وکړي، ستاسې نظر د دې اړوند څه دی؟