امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

    له کوم ځای نه د سایټ جوړول پیل کړو

    د پرمختللې تکنالوژۍ په منځته راتګ سره ډېری خلک په انټرنټي کارونو لګیا دي، نو له همدې نه معلومېږي چې د سایټونو په جوړولو او سئو کارول کې لوړ ارزښټ لري، تاسې باید پوه شئ چې سئو ستاسې د کاروبار د پرمختګ سبب ګرځي. کله چې تاسې یو کاروبار پیلوئ نو مخکې له دې نه چې کار پیل کړئ تاسې باید یو وېب سایټ ولرئ، ستاسې سایټ د مخاطبینو سره د اړیکې ټينګولو سبب ګرځي او ستاسې په پېژندلو کې ښه رول لوبوي.

    د سایټ جوړولو مرحلې

    د سایټ جوړول امکان لري چې تاسې ته اسان کار معلوم شي، نو تاسې باید پوه شئ چې هر کار یو ښه څېړونکي ته اړتیا لری، تاسې که غواړئ چې یو سایټ جوړ کړئ نو تاسې باید دومره پوهه ولرئ چې په دې کار کې څومره پرمختګ کولی شم او څه موخې لرم.

    له کوم ځای نه د سایټ جوړول پیل کړو

    د سایټ جوړولو لياره دوه لارې شته دې، د ورډ پرېس له لارې او د کود ورکولو له لارې. دا دواړه لارې بېلې طریقې لري، باید سایټ په لوړ معیار جوړ شي، کله چې یو څوک په سایټ کې محتوا تولیدوي نو باید سایټ تازه کړي.

    کار مو له HTMLڅخه پیل کړئ

    تاسې کولی شئ چې د هټمل څخه د سایټ او پاڼو په جوړولو کې ګټه پورته کړئ، تاسې باید د هټمل سره بلد شئ، دا د نښو کارونې په مانا ده، تاسې پوه شئ چې لویو برنامه ليکونکو خپله کار لومړی د هټمل له ژبې څخه پیل کړی دی، دا د هپي ټکس مرکوپ لنګوېچ مخفف دی چې په فارسي کې ورته د نښې کارونې ژبه وايي.

    کار مو د Css په ژبه پیل کړئ

    بله مرحله د سایټ جوړولو د سي اس اس ژبې زده کول دي، د دې ژبې زده کول یو څه مغلق خو زده کول یې اسانه دي. دا په فارسي کې د اوبو ټوټو ته وايي، دا د هټمل د ژبې غوندې د نښانو کارونې ژبه ده، تاسې د دې ژبې په کارولو سره کولی شئ چې د انټرنټ رنګ، فونټ، اندازه او سایز په پاڼو کې معلوم کړئ.

    د جاوا او اسکریپت په ډول کار وکړئ

    درېیمه مرحله د سایټ جوړولو لپاره د جاوا یا اسکریپت ژبې زده کول دي، تا ډېر کارښت لري، له دې څخه په برنامه لیکنه، هغه برنامې چې په تلېفون کې کارول کېږي او د لپ ټاپ کمپیوټر په پروګرامونو کې کارول کېږي، د جاوا اسکریپت ژبه اړینه او همه کاره ژبه بلل کېږي.

    د PHPپه ډول د برنامه لیکنې لپاره د یوې ژبې زده کول

    که چېرته تاسې مخکینۍ درې مرحلې ښې زده کړې نو تاسې یو سایټ جوړولی شئ، داسې یو سایټ باید جوړ کړئ چې د کارکوونکو ټولې غوښتنې له منځه یوسي، د نیټ، اسپ او پاپ ژبې هغه ژبې دي، چې تاسې یې زده کړئ او د سایټ په جوړولو کې یې وکاروئ. همداشان د سرور په برخه کې د یوې ژبې کارول اړین دي. لوی سایټونه لکه فېسبوک او ویکیو پډیا د پي اچ پي له ژبې څخه کار اخلي.

    د انټرنټي برنامو لیکنه

    د انټرنټي برنامو لیکنه په دوه ډوله ده:

    لومړۍ برخه: د سایټ بهرنۍ برخه جوړوي، چې د کارکوونکي برخه ورته وايي.

    دویمه برخه: د سایټ منطق پر مخ وړي، چې هغې ته د سرور برخه وايي.

    ځینې برنامه لیکونکي په داړو برخو کې کار کوي، چې هغوی ته فول سټک وايي.

    د یو سایټ د جوړولو لپاره څه شي ته اړتیا ده؟

    موږ د یو سایټ جوړولو پر وخت دامنې، هاست د محتوا د مدیریت سیستم ته اړتیا لرو،

    د سایټ جوړلو لپاره اړین زېورات

    دامنه

    د یو سایټ د جوړلو لپاره لومړنی کار د دامنې ټاکنه ده، دا ټکي ته مو پام وي چې دامنه هېڅکله باید تکراري نه وي، دامنه هغه څه دي چې موږ یې په ګوګل کې د پلټنې په ځای کې کاروو، دا برخه باید هغه څه ته ځانګړې وي په محتوا کې موجود وي، یا بل څوک له هغې څخه ګټه وانه خلي او نوم یې د مخاطب په ذهن کې پآتې شي. که تاسې دامنه اخلئ نو په ګوګل کې یې وپلټئ تر څو تاسې ته ډېر سایټونه دروښيي، تاسې باید د خپله خوښې نوم داخل کړئ د هغې هزینه په خپله زړه د میاشتې یا کال پرداخت کړئ.

    هاست

    دا مو په پام کې وي چې هېڅکه تنها په دامنې باندې سایټ نه جوړېږي، ځکه یواځې ستاسې د سایټ لپاره یو نوم دی، تاسې نه شئ کولی چې یواځې په نامه سره معلومات نشر کړئ، د سایټ لپاره دا اړینه ده چې یوه حافظه هم ولري، تر څو معلومات په هغې کې ذخیره کړئ، او په نړۍ کې یې ټول خلک وویني.

    د محتوا د مدیریت سیستم

    د محتوا د مدیریت سیستم له نامه څخه معلومېږي چې د څه لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي، موږ د لوستونکو په واک کې ډېر مواد ورکوو، د دې سیستم په زده کولو سره بې له دې نه چې موږ د برنامه لیکنې زده کړه زده وي د محتوا مدیرت په کنترول کې نیولی شو. تاسې هر وخت کولی شئ چې د سایټ د معلوماتو د ذخیرې ځای ته ورشئ، د یو مطلب د زیاتولو لپاره مو سایټ ته کود ورکړئ، یو بل کار دا دی چې تاسې مو د سایټ پر محتوا باندې هاست ذخیره کړئ، دغه کار د محتوا د مدیریت ښه اسانه کوي.

    هاست څه ته وايي

    هاست د سرور یوه برخه ده، چې د کارکوونکو په لاس کې څه اندازه شیان ورکوي، د سایټ د جوړولو لپاره باید یو ښه هاست ولرئ.

    د هاست د کلک افزارونو ځانګړنې

    د هاست ذخیره د هادېسک په شان د تلېفون د میموري کارت په شان ده چې تل ستاسې په اختیار کې وي، تر څو تاسې فایلونه، محتوا او قالبونه په هغې کې ذخیره کړئ.

    د بنډوایډت ورک باند

    د ورک باندیک یوه لاره ده چې د هغې له لارې داده لېږدول کېږي، دا د هغه دښتې په شان دی چې ډېره لویه وي، مسافر د څارګر لاس ته نه لوېږي او خپله مقصد ځای ته رسېږي، دا د انټرنټ سرعت معلوموي که څومره دا ډېره وي په هماغه اندازه د انټرنټ سرعت لوړېږي. ورک باند د دوه عاملونو سره اړیکه لري: د سایټ د اطلاعاتو وزن او د لیدونکو شمېر.

    کنترول پنل

    د کنترول پنل ساده مانا د وېنډوز په پروګرام کې د هاست مدیرت کول دي. تاسې کولی شئ چې کله کنترول پنل ته داخل شئ وروسته د کود ورکونې څخه هر ځای ته یې لاس رسی ولرئ، لکه: د شبکې د سیستم تغیرول، د مصرف شوې او پاتې اندازې معلومول، د غږ د سیستم، د محتوا د مدیریت سیستم، د ذخیره کولو ځای، هاست ته د دامنطې اضافه کول باید مدیریت او کنترول کړي.

    اضافي دامنې

    د اډون ډومان په کارولو سره تاسې ته دا اجازه درکوي چې په یوه هاست باندې څو سایټونه او دامنې ذخیره کړئ، البته دا دا ځانګړنې ځینې عیبونه هم لري.

    • د سایټونه له اړیکې وتل
    • د امنیت کمښت
    • د سایټ لوډ کولو د سرعت کمښت
    • پر سئو منفي اغطز
    • د هاست د سرویسونو ورور تګ

    آپ تایم

    آپ تایم دا هغه وخت ته وایي چې یو سیستم د کمپیوټر په شان په کې فعالیت کوي، آپ تایم د یوه هاست ښې ځانګړنې بیانوي، دې ته نغوته کوي چې ستاسې مېزبان په لیکه کې دی. که چېرته ستاسې سایټ د ټولو کارکوونکو په لاس کې نه وي، نو ستاسې کاروبار ته یې زیان ډېر دی، د بېلګې په ډول: د انلاین پلور سایټونه د سایټ په پرې کولو کې سره خپله پیرونکی له لاسه ورکوي او دا پر سئو باندې منفي اغېزه کوي.

    د بګاپ نیول

    نن چې ټول خلک د تلېفون څخه ګټه اخلي، د میماري او فلش څخه د شیانو په ساتلو کې ګټه اخلي، دوی تل هڅه کوي چې دغه شاین په ښه توګه وساتي، تر څو له دغو شیانو څخه یې مواد ورک نه شي، نو بکاپ په سايټ کې همدغه دنده لري چې شان له تاسې څخه ورک نه شي.

    د هاستونو ډولونه

    هاستونه بېلابېل ډولونه لري:

    ګډ هاستونه

    خاص هاستونه

    مجازي هاستونه

    ورېزي هاستونه

    کډ هاستونه

    په دې هاست کې د یوه سرور څخه په څو سایټونو او کارکوونکې کې ګټه اخیستل کېږي، د سرور حافظه د څو کارکوونکوو په لاس کې ورکول کېږي، دا هاستونه د مصرف لپاره دي او د سایټ غوښتنې له منځه وړي دغه هاستونه د ګډو هاستونو څخه منځته راغلي دي.

    خاص هاستونه

    په دې هاستونو کې یو سرور تنها یوه پیریدونکي پورې اړه لري، د دې هاست کارول ډېر دي، ډېری وېب سایټونه له دې څخه ګټه اخلي. د دې هاستونو سرور ډېره هزینه غواړي، د سرور مسؤلیت او عامل سیستم کارول ټول د کارکوونکي پر غاړه دي، د لوړ امنیت، مدیریت او تغیرات په سرورکې او لاس رسی د باند هوا ته د دې هاست کار دی.

    مجازي هاست

    مجازي هاست چې د رایټول پرووېټ سرور مخفف دی، د خاص او ګډ هاست ترمنځ ګډې اړیکې لري، د دې سرور په راحتۍ سره لوړتیا کوي د ګډ هاست نه د ده باور ډېر دی او ډېر سرعت لري.

    د وریزې هاست

    دا هاست د سرور لرې مواد ذخیره او مدیریت کوي، تاسې ته د سایټ وړاندې کول د وریزو په شکل وړاندې کوي، دا د عادی هاست سره ډېر توپیرونه لري، د دې ښه توب په دې کې دی که چېرته یو سرور له کاره ولوېږي نور سرورونه کار پیلوي دا نورې ځانګړنې هم لري چې ځينې په لاندې ډول دی:

    • د ګډون سرعت یې لوړ دی.
    • تل به لیکه کې وي او د باور برخه یې لوړه ده.
    • جوړول یې اسان دي.
    • د هاستینګ هاستونوه برابرول.

    ستاتیک سایټ

    دا داسې سایټ دی چې هېڅ مدیریت نه لري، په دې سایټ کې تاسې نه شئ کولی چې هر وخت د سایټ محتوا تغیر کړئ، که چېرته اړتیا هم وه نو باید کودونه تغیر کړئ، دا د جدي کارونو لپاره نه دی.

    ډاینامیک سایټ

    په دې سایت کې د سایټ جوړوونکی کولی شي چې بې له کودونو د سایټ ټولې برخې بې له کودونو کنترول کړي، د سایټ ټول مطلبونه هم کنترول کوی شي، اوس ډېری خلک له دې څخه ګټه اخلي، ځکه چې ښه بیه لري، لکه: د اړتیا سایټونه، خبري سایټونه او ټولنیز تالارونه.

    د محتوا مدیرت د سیستم څخه په ګټه اخیستنه د سایټ جوړول

    نن چې د سایټ جوړول بې له کودونو څخه منځته راغلي هغه د محتوا د مدیریت سیستم دی، دا د یوه کس لپاره ځانګړې ځانګړنه نه لري، په دې کې تاسط بې له کودونو کولی شئ چې سایټ مو جوړ کړئ.

    د محتوا د مدیریت د سیستم ځينې ستونزې

    د لوړاوي لپاره یوه خاص او د کار شئ ته اړتیا لری، د کودونو په تغیرولو کې د محتوا مدیریت سیستم بند دي، د دې ډولونه هم ډېر دي؛لکه: دروپال، ورډ پرېس، جوملا او داسې نور. د دې له ډلې څخه ورډ پرېس ډېر کارکوونکي ځانته نیولي او له دې وروسته جوملا ښه سیستم لري.