امین الله هاشمی

هره ورځ ستاسو ایمیل کې خبر

محتویات موردنظر اینجا قرار می گیرد

    بهرنۍ سئو څه ته وايي او څه وخت د سایټ پر رتبه اغېزه کوي؟

    د سایټ یوه اړینه مرحله  بهرنۍ سئو ده، کله چې بهرنۍ سئو ښه کار ونه کړي، نو سايټ باید درنې جریمې پرداخت کړي د پلټونکو موترونو په واسطه کار کوي. په دې مقاله کې زموږ سره پاتې شئ تر څو موږ تاسې د برهنۍ سئو د قوانینو او اصولو څخه خبر کړو.

    بهرنۍ سئو ته په انګلسي کې OFF_page SEOیا off_site SEOوايي.

    د عملونو یوې ټولګې ته وايي، چې د سایټ څخه بهر کار ترې اخیستل کېږي تر څو د سایټونو په رتبو کې د پلټونکو موتورو په واسطه یو څه اساني راولي، د وېبسایټ کورنۍ سئو د ټاکنې څخه شمېرل کېږي، چې په هغې کې فاکتورونه، تکنیکال، د محتوا ټاکنه او ux فاکتورونه شامل دي. په بلې مقالې کې به پر هغې پوره بحث وکړو، خو په بهرنۍ سئو کې پر لینک بیلدینګ، ټولنیزو شبکو او کورنۍ سئو باندې بحث کوو. د بهرنۍ سئو په فاکتورونو کې ګرانښت د سایټ او د هغه چا چې هغوی پلټونکي موترونه کاروي، اړیکې او باور پر سایټ باندې دی. دا کار د هغو کسانو او سایټونو له لوري وړاند کېږي، چې ستاسې سایټ ته لېنک ورکړي او ستاسې د سایټ محتوا قبوله کړي. که غواړئ چې په دې اړه په پوره ډول پوهه لاس ته راوړئ نو سئو څه ته وايي مقاله مطالعه کړئ او زموږ سره پاتې شئ.

    د بهرنۍ او کورنۍ سئو ترمنځ توپیر

    کورنۍ سئو د کړنو ټولګه ده چې موږ پر هغې باندې لاس بري یو.( دا مو تاسې ته وړاندیز دی چې تاسې د کورنۍ سئو څه ته وايي مقاله مطالعه کړئ). بهرنۍ سئو په دې ډول نه دی، چې موږ دې پر هغې لاس بري یو. د بېلګې په ډول: که چېرته تاسې کوم چاته ووایئ چې زما سایټ ته چې لېنګ ورکوي هغه بهرنۍ سئو دی. ولې؟ که ستاسې په سايټ کې همدا ګړۍ تغیر رانه غئ، نو تاسې مو د سايټ تېز والی وګورئ او ځینې انځورنه ترې لرې  کړئ، که له دې وروسته تغیر راغئ نو تاسې کورنۍ سئو انجام کړې ده، ځکه چې ستاسې پر سایټ یې اغېزه وکړه او تغیر یې په کې راوسته. که چېرته دا پېچلی وي نو دا یو وړوکی عمل د بهرني یا کورنۍ سئو شمېرل کېږی. ستاسې لپاره دا بسنه کوي چې له خپل ځانه وپوښتۍ چې زه پر دې واک لرم؟ که مو دې پوښتنې ته ځواب منفي و نو دا فعالیت د بهرني سئو شمېرل کېږي.

    ولې بهرنۍ سئو ارزښت لري؟

    د ګوګل الګوریتمونه او بسته بندي د فاکتورونو د تغیر په حال کې ده، د سئو د نړۍ متخصصینو د نظر اړوند، اړیکې او باور پر یو سايټ باندې د وېب سایټ په بسته بندۍ کې کره رول لوبوي، که څه هم مو د الګوریتم د کړنې او بسته بندۍ اړوند پوه نه لرو، خو د شوو څېړنو له مخې ویلی شو چې د بهرنۍ سئو فاکتورونه ۵۰٪ بسته بندي شوي فاکتورونه دي.

    د بهرني سئو سره د لېنکونو اړیکه

    د بهرنۍ سئو د اړینو فاکتورونو څخه یو هم د بک لېنک جوړول دي. د پلټونکو موترونو څخه د بک لېنک عنوان په نښه کولو او د غوره محتوا په ترتیبولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي. هغه سايټونه چې ډېر بک لېنکونه لري نسبت هغه سایټونو ته چې بک لېکونه لږ لري، د پلټنې او پایلو په برخه کې ښه کار کوي.

    تړلي لېنکونه په درې ډولونو تقسیم شوي دي: طبیعي لېنکونه، لاسي لېنکونه او هغه لېنکونه چې خپله مو جوړ کړي دي.

    • طبیعي لېنکونه:

    • هغه لېنکونه دي، چې د څښتن د کړنې نه بېغیر جوړېږي. د بېلګې په ډول: که چېرته په یوه ځای کې د خوړو انځورنه نشر شوي وي او کوم څوک د خپل د خوښې خوړو ته لېنک ورکړي، نو دا کړنه ستاسې د سایټ د ګرانښت او خوښونې سبب ګرځي.
    • لاسي لېنکونه:

    • دا لېنکونه د سایټ د څښتن لخوا د لېنک بیلدینګ په احاطه کې جوړېږي. د بېلګې په ډول: که ستاسې پیرونکی وغواړی او ستاسې سایټ ته لېنک درکړي یا د اینفلوئنسرلونو نه ستاسې محتوا شیر کړي، نو د دې ډلې لېنکونو څخه شمېرل کېږي.
    • هغه لېنکونه چې خپله مو جوړ کړي:

    • دغه لېنکونه د بک لېنکونو اضافه کول په انلان دایرکتور کې او د یو کس لاس لیک د بلاګ په څرګندونې کې جوړېږي. د بک لېنکونو زده کول د تورې کلا د تکنیکنو څخه شمېرل کېږي، غوره لار یې دا ده چې په اسانۍ سره دغه کړنه ترسره کړو.

    د بک لېنک زده کولو لارې

    د بک لېنک د زده کولو لپاره ډېرې لارې شته، لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ چې دغه تکنیکونه د طبیعی لېنکنونه لپاره نه دی، د دې لېنکونو د زده کولو لپاره تاسې باید پوه شئ چې ځینې کسان ستاسې د سایټ محتوا ته لېنک ورکوي او یا هغه شیر کوي، دوی دا خوښوي چې ښه لېنک تولید کړي او غوره محتوا ولري.

    د دې لېنکونو په زده کولو کې موږ خپله بحث اوږدوو، دې ټکي ته مو پام وي که تاسې په عادي او طبیعي ډول دا کړنه ترسره کړه نو د لېنک لپاره به منلی او منظم وخت ونه لرئ، له متفاوتو انکرتکستونو څخه ګټه واخلئ او ډېره لینک جوړونه وکړئ، امکان لري چې د لېنک په زده کولو لې به ستونزه ونه وینئ. که چېرته مو د ماشین په ډول کار وکړ، نو جوړ شوی الګوریتم پنګوئن لېنکونه تاسې ته درپېژني. په دې صورت کې د د احتمال شته چې ستاسې پایله په ګوګل کې له منځه یوسي.

    ۱- د سازمانونو او پوهنتونو د سایټونو له لارې د بک لېنک زده کول:

    دا سایټونه د باور وړ سايټونه دي او د دوی بک لېنک هم ډېر ارزښت لري . موږ د Ahref ابزار له طریقه کولی شو، چې د پوهنتون په سایټ کې کوم لېنکونه نشر شوي هغه وپېژنو. د ایران د پوهنتونو سایټونه د ac په ګزینه باندې ښودل کېږي،

    ۲-د ټولنیزو شبکو له لارې د بک لېنک زده کول:

    په ټولنزو شبکو کې چې کوم پوستونه نشر کېږي موږ د هغې له لارې کولی شو خپل سایټ ته بک لېنک واخلو.

    ۳- د انجنو کړنې:

    د خپل د کسب او کار اړوند انجمننونه وپېژنۍ، تاسې کولی شئ چې په هغه انجمن کې خپله خبرې نشر کړئ او د هغې له لارې خپل سایټ ته لېنک ورکړئ.

    ۴- د وبلاګ په ترتیبول کې د محتوا تولید:

    تاسې کوی شئ چې  په مختلفو وبلاګونو کې کار وکړئ او خپله سایټ ته لېنک ورکړئ.

    پر بک لېنک باندې د اړینو عواملو اغېزه:موږ له دې څخه تېرېږو چې بک لېنک څنګه جوړېږي، د دې خبرې باور په سئو کې د ارزښت وړ دی. مختلف سیګنالونه شته چې په دې برخه کې اړین او ضروري دي؛لکه:

    • د لېنک ورکوونکي د سايټ خوښول
    • د لېنک ورکوونکي او لېنک ورګړل شوی سايټ تر منځ برابروالی
    • تکست انکر
    • لېنک ورکوونکی باید د باور وړ وي
    • د لېنک ورکوونکي په پاڼه د لېنکونو شمېر
    • د لېنک ورکوونکي پاڼه د باور وړ وي

    د لېنک اړوند د بهرنۍ سئو فاکتورونه:

    د بهرنۍ سئو اړینه برخه لېنکونه دي، ولې؟ ځکه د ګوګل لټون پر پاڼه جوړ شوی، په بهرنۍ سئو کې چې کوم فاکتورونه اړین دي د بحث لاندې یې نیسو.

    د هغه سايټونو شمېر چې لېنک یې ورکړی: څومره چې سایټونو شمېر ډېر هغومره د پایلو په لټون او طبیعی څارن ستاسې سایټ ته ګټه رسوي. که غواړئ چې د خپل وېب سایټ ته ورکړل شوي لېنکونه وګورئ او د رقیب د سایټ سره یې مقایسه کړې نو د Ahrefs څخه ګټه واخلئ. دا ټکی باید په پام کې ونسئ چې د بک لېنکونو په لوړلو کې تاسې ټول سایټ په نظر کې ونیسئ. تاسې باید کوښښ وکړئ هغه پاڼې چې بسته بندي شوی د هغو څخه لېنک واخلئ.

    د لېنک اعتبار:

    ټول لېنکونه د کیفیت او باور له اړخه یو شان نه دي. که چېرته په هغه پاڼه چې تاسې لېنک ورکوئ باور زیات وی نو هغه پاڼه باور سایټ ته لېږدوي، یا په بل ډول که چېرته ستاسې پاڼه د باور وړ وي نو پوه شئ چې لېنک مو د باور وړ دی.

    Nofollow  او Dofollow لېنکونه:

    که چېرته لېنک د Nofollowپه ډول تعریف شي، نو(rel=nofollow) په ډول دی. ګوګل د پآڼې لېنک ته ارزښت نه ورکوي، یا اولویت نه ورکوي، فالو لېنکونو ته ارزښت ورکوي، ډېری لېنکونه د انټرنټ پر پاڼه ډينفلو تعریف شوي دي، هو ځينې سایټونه په دي ډول نه دي، که چېرته غواړئ د سایت نه بک لېنک زده کړئ، نو تاسې باید ځان اطمیناني کړئ چې بهرني لېنکونه غیر فعال دي. د دې برخې د څېړلو لپاره د انفلو کرو څخه ګټه واخلئ. چې انفلو لېنکونه سایت له منځه وړي. او تاسې کوی شئ چې د هېرف په واسطه لېنکونه فیلتر کړئ.

    دې ټکي ته مو پام وي چې غیر فعال لېنکونه هم ارزښت لری. که چېرته تاسې لېنک ته زیات وخت ورکوئ او ډېر مصرف پرې کوي نو فعال لېنکونه اول وکاروئ.

    انکر تکست:

    انکرتکست دا هغه متن دی چې یو وېب پاڼه د بل وېب پاڼې سره نښلوي. انکر تسکت د لېنکونو پر ترتیبولو، د سایټ پر موضوع او بسته بندۍ باندې اغېره غورځوی.

    Photo by George Morina from Pexels